کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰) : ملګرو ملتونو په ټپه ولاړې د افغان سولې خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړې او په دغه لړ کې یې په قطر کې د طالبانو او دولت له مرکچي پلاوو سره لیدلي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مرکچي پلاوي له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د مذاکراتي پلاوي يو شمېر غړو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال، ژیل میشو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوناما مشرې دیبورا لاینز سره په دوحه کې وکتل.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستيال د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړو هم د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د سولې خبرو په پروسې کې د هغوی د رول له امله مننه وکړه.
د پلاوي غړو همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د خبرو په دې پړاو کې به پر مهمو او اساسي مسایلو خبرې وشي او هغه پرمختګ چې د افغانستان د خلکو د خوښۍ لامل ګرځي؛ ترلاسه شي.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم په ټویټر کې لیکلي چې د دوی د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي او ورسره پلاوي د امنیت او خوندیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي ګیلیس میشو، د یوناما له مشرې ډیبورا لیونز او ورسره پلاوي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د طالبانو پلاوي ملګرو ملتونو ته یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خپل هوډ څرګند کړ، همدارنګه يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو کارکوونکو او په ټوله کې د ديپلوماټانو امنیت او خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړ.
ډاکتر نعیم ویلي، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو پر رول او دغه راز له سولې وروسته په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه بحث وشو.
د ملګرو ملتونو پلاوي په داسې حال کې په قطر کې دغه لیدنې کتنې کړې چې د افغان سولې پروسې اړونده بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړ دي او په هېواد کې جګړو زور اخیستی دی.
بلخوا د دغې پروسې د بیا پیلیدو په موخه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د کابل او قطر پر لوري روان شوی دی.