ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانع: جلا وطني روحي عذاب راکوي، که سوله وشي بېرته به ژر خپل هېواد ته ستون شم

قانع: جلا وطني روحي عذاب راکوي، که سوله وشي بېرته به ژر خپل هېواد ته ستون شم

author avatar
6 Jun 2021 - 11:20
قانع: جلا وطني روحي عذاب راکوي، که سوله وشي بېرته به ژر خپل هېواد ته ستون شم
author avatar
6 Jun 2021 - 11:20

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰): ليکوال او ژورنالېست عصمت قانع چې د امنيتي ګواښونو له امله دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، وايي چې له روحي عذاب سره مخ دى، خو که سوله وشي، ژر به بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

د افغانستان په اړه د سولې بین الافغاني خبرې د ۱۳۹۹ کال په وږي میاشت کې په دوحه کې پیل شوې، خو تر اوسه يې هېڅ پرمختګ نه دى کړى او برعکس په هېواد کې د نا امنۍ کچه د پخوا په پرتله څو برابره لوړه شوې چې له امله ګڼ شمېر کسان هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

عصمت قانع هم يو له همدغو کسانو دى چې دا مهال په هندوستان کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي.

قانع چې د افغانستان په خواله رسنيو کې له مشهورو کسانو دى، تر ډېره پر حکومت او د دولت پر وسله والو انتقادي پوسټونه کوي.

پر ده نيوکه دا ده چې په خپلو پوسټونو کې تر ډېره د کلام عفت ته پاملرنه نه کوي، که د ده  د فېسبوک او ټويټر پوسټونه وکتل شي، نو ځيني يې په عامه او ان د کوڅې په ژبه دي.

خو قانع وايي چې د همدې پوسټونو له امله په کراتو ګواښل شوى او دا مهال  له هېواده بهر په غربت کې ژوند کوي.

قانع زياتوي: “ناامنۍ او د بيان اظهار شړلى يم، حکومت په خپله د هغو شخصيتونو، ژورنالېستانو او ليکوالانو په تهديد بوخت دى چې له حاکم فساد سره جوړجاړى نه کوي.”

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې دى له هېواده يو ډول تبعيد شوی خو زياتوي؛ که سوله راشي دغه د تبعيد سزا به يې هم ختمه شي او غواړي خپل وطن ته بېرته ستون شي.

ده زياته کړه: “په خپل هېواد کې دې سپوره ډوډۍ وخورو، خو چې په سوله او عزت کې دې ژوند وکړو.”

د قانع په وینا، له هېواده بهر اوسېدل ورته يو ډول د خجالت او کمترۍ احساس ښکاري خو ستونزو اړ کړى چې په بهر کې ژوند وکړي.

هغه وايي: “په کوم هېواد کې چې زه ژوند کوم، د دغه ځای له اوسېدونکو سره چې مخامخ شم او خبرې ورسره کوم، کله کله داسې فکر کوم چې اوس به راته ووایي چې ايا ته بې وطنه يې او خپل هېواد نه لرې چې دلته راغلی يې ګرځې، خو څه وکړم، سوله نه لرو او نا امنۍ دغه کار ته اړ کړي يو.”

د نوموړي په خبره، په بهر کې اوسېدو په يو ډول روحي عذاب اخته کړى او د سولې له کېدو سره به ډېر ژر بېرته هېواد ته ستون شي.

قانع زياتوي: “د خپل هېواد اب او هوا د روح لپاره درملنه ده خو چې سوله وي او ګواښونه نه وي.”

عصمت قانع د ملي راډيو ټلوېزيون او انيس نشراتي موسسې د رييس، د مجاهد، اسلام غږ، نوښت، پلوشې او هيندارې جريدو د مدير مسوول په توګه دندې ترسره کړې دي.

هغه لسګونه اثار ليکلي چې تر اوسه يې ٣٠ چاپ شوي خو ډېرى يې داستانونه دي.

د يادونې ده، په دې ورستيو کې ګڼ خبريالان، ليکوالان، مدني فعالان او نور په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ځيني نور بيا د وژل کېدو له ګواښه هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

Visits: 2011

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.