Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولين: پکتيا کې  ۵۲ طالبان او ۱۹ سرتېري وژل شوي

ګردېز (پژواک، ۱۷ غبرګولى ۱۴۰۰): په پکتيا کې دولتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٥٢ طالبان او ١٩ سرتېري وژل شوي دي.

په دې اړه د پکتيا والي محمد حليم فدايي د غبرګولي په ١٧مه رسنيو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ميرزکې ولسوالۍ اړوند د کړکين پر يوه لوی امنيتي بېز بريد کړی،خو له کلک مقاومت سره مخ شوي او ګڼ شمېر کسان يې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تېره شپه طالبانو ته سختې ضربې ورکړل شوي، ۴۰ کسان يې يوازې په ميرزکه او ۱۲ نور يې په سيدکرم او زرمت ولسواليو کې وژل شوي دي.))

والي د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه ورکوي، خو نن سهار د نوموړي په مشرۍ په ولايت مقام کې بېړنۍ امنيتي ناسته رابلل شوې وه او په اړوندو مسايلو خبرې شوې دي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځى وايي چې په ميرزکه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې چې په ترڅ کې يې ۱۷ پاڅون کوونکي وژل شوي.

ځاځی وايي: ((د ميرزکې ولسوالي پرسونل سهار پوسته بېرته نيولې ده، د پوستې نيولو په عملياتو او بمي چاودنه کې هم دوه سرتېری وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي. پر طالبانو څلور واره د شپې او يو وار سهار مهال هوايي بريد شوی او زيات تلفات ورته اوښتي دي.))

دغه راز د سيمې اوسېدونکي زمري منګل پژواک ته وويل چې تېره شپه د حکومت او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي زياته کړه: ((د تېرې شپې په جګړه کې ۲۲ نفره پاڅونوال او پوليس مړه شوي؛ خو تر اوسه هېڅ کمک نه دی راغلی.))

د پکتيا امنيه قوماندانۍ هم د تېرې شپې جګړه تاييدوي او وايي چې د امنيتي وضعيت د سم ساتلو لپاره تدابير نيول شوي دي.

بل لورته طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د ميرزکې ولسوالۍ په کړکين سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ٣٥ حکومتي سرتېري وژل شوي، يو ژوندى نيول شوى او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د يادونې ده چې ميرزکه د پکتيا ولايت له امنو ولسواليو څخه وه، خو په دې وروستيو کې يې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.