ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولسوالۍ موټربم برید کې ۸۰ دوکانونه زیانمن شوي

د بلخ ولسوالۍ موټربم برید کې ۸۰ دوکانونه زیانمن شوي

author avatar
10 Jun 2021 - 18:04
د بلخ ولسوالۍ موټربم برید کې ۸۰ دوکانونه زیانمن شوي
author avatar
10 Jun 2021 - 18:04

مزارشريف (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې سيمه ييزې دولتي سرچينې پر دې ولسوالۍ د طالبانو د تېرې يکشنبې بريد کې د تلفاتو او مالي زيانونو کچه تر هغې لوړه يادوي چې د بريد په ورځ د بلخ امنيې قوماندانۍ له رسنيو سره شريکه کړې وه.

د تېرې يکشنبې يا غبرګولي په ۱۶مه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ طالبانو د موټربم چاودنه وکړه چې له امله يې ګڼو نظامي او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بريد د ورځې په ماښام د بلخ امنيه قوماندان جنرال محمد داوود تره خېل پژواک اژانس ته ويلي وو چې په ياده پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

خو اوس د بلخ ولسوال محمد يونس ستانکزی وايي چې د تېرې يکشنبې ورځې موټربم بريد کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپيان دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کسانو کې ۱۴ نظاميان او ۲ ملکيان شامل دي.

هغه همداراز زياته کړه چې په ټپيانو کې هم ۶۷ ملکيان او ۵۰ نظاميان شامل دي.

د ستانکزي په خبره، د ياد موټربم بريد له امله پراخ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

نوموړي وويل: ((زموږ د معلوماتو له مخې، په ياده چاودنه کې د استوګنې لس کورونه او د عامو خلکو ۸۰ دوکانونه يا په بشپړ ډول ويجاړ شوي او يا هم شديد زيان ور اوښتی دی.))

د بلخ ولسوال له پژواک سره خبرو کې وويل چې د بريد په پايله کې د بلخ د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.

د بلخ ولسوالۍ د تېرې يکشنبې ورځې موټربم بريد کې يو شمېر زيانمن شوي کسان غوښتنه کوي چې ښکېل اړخونه دې د جګړو پر مهال د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

محمد حکيم د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ياد بريد کې يې د خوراکه فروشۍ دوکان ويجاړ شوی دی.

هغه پژواک ته وويل چې لږ تر لږه ۴۵زره افغانۍ مالي زيان ور اوښتی دی.

نوموړی زياتوي چې د بريد پر مهال په دوکان کې و چې له چاودنې سره سم يې ښيښې او دروازه مات شول او همداراز د هټۍ قفسچې يې وغورځېدې.

د هغه په خبره، لا يې هم دوکان بېرته د تېر په څېر نه دی جوړ کړی.

هغه وايي، حکومت او طالبان بايد د جګړو پر مهال ملکيانو ته زيان ونه رسوي.

طالبانو د بلخ ولسوالۍ د تېرې يکشنبې بريد مسووليت منلی و او په دې پېښه کې يې د ۸۰ سرتېرو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې وه.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.