ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 نا امنيو په بلخ کې لرغوني اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ کړي

 نا امنيو په بلخ کې لرغوني اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ کړي

author avatar
12 Jun 2021 - 11:26
 نا امنيو په بلخ کې لرغوني اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ کړي
author avatar
12 Jun 2021 - 11:26

مزارشريف (پژواک، ٢٢ غبرګولی ۱۴۰۰): په بلخ کې د کلتوري چارو مسوولين، ولايتي شورا او فرهنګيان اندېښمن دي چې دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو له امله يو شمېر لرغوني ځايونه او فرهنګي ميراثونه د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.

دوی غوښتنه کوي چې تاريځي اثار او فرهنګي ميراثونه د افغان ملت ملکيت دی او د جنګ ښکېل اړخونه يې بايد ساتنه وکړي.

دوی زياتوي چې د بلخ يو شمېر سيمو کې له تاريخي ځايونو څخه د جګړې د مرکزونو په توګه استفاده کېږي.

د بلخ دولتي چارواکي هم دغه اندېښنې پر ځای بولي، خو زياتوي چې دوی د امکان تر حده هڅه کوي څو تاريخي آبدې له زيانمن کېدو وساتي.

په مزارشريف کې د فرهنګي ميراثونو د خونديتوب ادارې مدير شامحمد حکيم له پژواک اژانس سره خبرو کې وويل چې د بلخ يو شمېر لرغوني اثار د ويجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې ډېری دغه فرهنګي ميراثونه په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د بې پروايۍ له امله زيان ويني.

نوموړي وويل: “متاسفانه په ځينو ځايونو کې زموږ له لرغونو شتمنيو څخه د جګړې د مرکزونو په توګه استفاده کېږي، د بېلګې په ډول د بلخ بالاحصار تاريخي کلا کې افغان ځواکونو د همغږۍ مرکز جوړ کړی چې دا خپله د فرهنګي ميراثونو د ساتنې د اصولو خلاف عمل دی.”

هغه زياتوي، په هغو ولسواليو کې چې طالبان پر سيمو ولکه لري، هلته په ناقانونه ډول کيندنې کېږي چې له امله يې تاريخي سيمې او آبدې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په بلخ کې د فرهنګي ميراثونو د خونديتوب ادارې مسوول زياته کړه چې د بلخ ولسوالۍ د تېرې يکشنبې ورځې موټربم بريد کې د خواجه پارسا تاريخي جومات ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

په ورته مهال د بلخ ولايتي شورا هم د لرغونو اثارو د نه خونديتوب له امله اندېښمنه ده.

د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل چې بلخ ولايت کې د لرغونو اثارو او ځايونو د ساتنې برخه کې له ډېر وخت راهيسې اندېښنې شته دي.

د هغه په وينا، وروستيو جګړو د خلکو اندېښنې نورې هم زياتې کړي او په ځينو سيمو کې د ناقانونه کيندنو خبرونه خپرېږي.

حديد زياته کړه: “له موږ سره خلکو او په ځانګړي ډول فرهنګيانو دغه اندېښنې شريکې کړي چې په جګړه ييزو سيمو کې په ناقانونه ډول کيندنې کېږي.”

هغه وايي چې فرهنګي ميراثونه او لرغوني اثار د افغان ملت شتمني ده او ټول اړخونه يې بايد د ساتنې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

په مزارشريف کې د فرهنګي چارو فعالې روشن روشنا هم پژواک ته وويل چې وروستيو جګړو کې زيات شمېر تاريخي آبدې يا زيانمنې شوي او يا هم په غير قانوني ډول کېندل کېږي.

نوموړې همدا راز وايي چې يو شمېر تاريخي اثار په جدي ډول بيارغونې ته اړتیا لري؛ خو په وينا يې چې د جګړو له امله رسېدنه ورته نه شي کېدای.

هغې زياته کړه:” ټاکل شوې وه چې بلخ ولسوالۍ کې د موالانا جلال الدين محمد بلخي خانقاه ورغول شي؛ خو له بده مرغه ياده سيمه نا امنه شوله او له امله يې د يادې تاريخي آبدې د رغونې چارې وځنډېدلې.”

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې مسوولين هم د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د دغه ولايت يو شمېر لرغونې شتمني او تاريخي آبدې له ګواښ سره مخ دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يو شمېر تاريخي آبدات د جګړو او ځانګړې بوديجې نشتون له امله د زيانمن کېدو په حال کې دي.

د هغه په خبره، د نورو عواملو تر څنګ په ځينو سيمو کې طبيعي پېښو هم تاريخي شتمنيو ته ويجاړوونکی زيان اړولی دی.

ساهو زياتوي چې د بلخ ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د جګړو په زياتېدو سره شته تاريخي اثارو ته د زيان اوښتو له اړخه دوی سخته اندېښنه لري.

هغه له حکومتي ځواکونو او طالبانو وغوښتل چې د لرغونو سيمو او تاريخي آبدو ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال بلخ ولايت مقام په دغه ولايت کې ديو شمېر لرغونو اثارو او تاريخي آبدو د ويجاړېدو په تړاو شته اندېښنې پر ځای بولي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، له بده مرغه په وروستيو جنګونو کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د بلخ تاريخي اثارو او آبدو زيان ليدلی او يو شمېر يې د ويجاړېدو په حال کې دي.

د فرهاد په خبره، په جنګي سيمو کې دوی ډېر کله نه شي کولای چې تاريخي اثار له زيانمن کېدو وژغوري؛ خو زياتوي چې له شته ټولو ستونزو سره بيا هم د بلخ سيمه ييزه اداره د تاريخي آبدو ساتنې ته ژمنه ده.

د يادونې ده چې د بلخ ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم د جګړې له امله تاريخي اثار د زيانمنېدو او يا هم ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

Visits: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.