ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې اته پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي

author avatar
13 Jun 2021 - 11:00
author avatar
13 Jun 2021 - 11:00

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ غبرګولى ١٤٠٠): د هلمند ولايتي شورا وايي چې په مرکز لښکرګاه کې اته پوليس په مرموز ډول وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس عطالله افغان د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د مرکز لښکرګاه اړوند د بُست کلا په يوې پوستې کې اته پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دى زياتوي: “تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوې، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.”

خو په سيمه کې يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د بُست کلا په پوسته کې يو پوليس خپل نهه ملګري وژلي او خپله له سيمې څخه تښتېدلى دى.

خو د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند محمد زمان همدرد بيا وايي چې په دې اړه معلومات نه لري.

بل لورته د افغان دولت وسله والو مخالفينو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پوستو کې امنيتي سرتېري د خپلو ملګرو له لوري چې نفوذي کسان يې بولي وژل شوي دي.

 

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.