ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کریم خلیلي: د افغانستان خلک په “زور” نه تسلیمېږي

کریم خلیلي: د افغانستان خلک په “زور” نه تسلیمېږي

author avatar
13 Jun 2021 - 18:55
کریم خلیلي: د افغانستان خلک په “زور” نه تسلیمېږي
author avatar
13 Jun 2021 - 18:55

کابل (پژواک،۲۳غبرګولی۱۴۰۰): د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي په داسې حال کې چې په هېواد کې د سولې لپاره له شته فرصته پر استفادې ټینګار کوي وايي چې د افغانستان ستونزه د “جنګ او زور” او “انحصار” له لارې نه شي حل کېدای.

خلیلي چې نن (د غبرګولي ۲۳مه) یې د کابل په لوېديځ کې د وروستيو پېښو د قربانيانو کورنيو، مدني ټولنو غړو او ځوانانو غونډې ته د خبرو پر مهال طالبانو ته په خطاب وویل چې په “زور او جګړه” هېڅ څوک نه شي کولای هېواد سولې ته ورسوي.

نوموړي له وسله والو طالبانو، سیاسي ګوندونو، افغان حکومت او د هېواد له بېلابېلو قومونو وغوښتل چې پر داسې سوله هوکړه وکړي چې د ټولنې ټولې طبقې خپل ځانونه په کې وویني.

هغه داسې سوله واقعي وبلله چې د ټولو له خوا تعقیب شي نه د یوه قوم د جوړجاړي له لارې او ویې ویل: «د سولې پروسه به هغه مهال بریالۍ وي چې هر څوک په کې خپل رول وویني، په دې ترتیب به هېواد کې د تاریخي شخړو رېښې معلومې شي.”.

هغه یادونه وکړه، تر هغه چې د افغان سولې په بهیر کې “د جوړجاړي پروسه” وي، ستونزه به حل نه شي؛ خو “د یو بل منلو” جنبه د سولې پروسې بریا تضمینوي.

خلیلي څرګنده کړه چې که سوله د “جوړجاړي او انحراف” شکل غوره کړي، د افغانستان ستونزه به هواره نه شي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر زیاته کړه چې د زور کارول او د انحصار دوام د افغانستان د ستونزې حل نه دی او هېواد ته د سولې د راوستو لپاره باید د انحصار له چوکاټه ووځي.

محمد کریم خلیلي وویل چې افغانستان ۳۰ او ۴۰ کاله مخکې هېواد نه دی، وضعیت بدل شوی او له همدې امله د افغانستان خلک په زور نه تسلیمېږي.

هغه حکومت او طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د یو بل منلو لار غوره او یو سوله ییز افغانستان رامنځته کړي.

خليلي چې د هېواد وضعيت یې”حساس او برخلیک ټاکونکی” وباله، وویل که چېرې د سولې له فرصتونو سمه ګټه پورته نه شي، بايد راتلونکي نسل ته ځواب ورکوونکي وو.

د ولسمشر پخواني مرستیال د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې جګړه د سولې پروسې په پرتله ګړندۍ ده او طالبان هره ورځ ډېرې سیمې لاندې کوي.

کریم خلیلي په هېواد کې د سولې لپاره له رامنځته شوو فرصتونو په استفادې او سولې د خبرو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې طالبان هم باید پوه شي چې د امارت بېرته ټینګېدل، خلکو ته د منلو نه دی.

هغه د هزاره ګانو پر وړاندې ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید د خلکو د امنیت د تامین لپاره جدي کار وکړي.

خلیلي له حکومت، اروپایی ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د هزاره ګانو د وژنې په اړه د څېړنو لپاره دې حقیقت موندونکی پلاوی وټاکي؛ څو موضوع په جدي ډول وڅېړي او پایله یې له خلکو سره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار لوېدیځ کې چې ډېری هزارګان په کې اوسیږي، څو بریدونه شوي او ډېری ملکي کسان په کې وژل شوي؛ خو مسوولیت یې تر اوسه چا نه دی منلی.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.