ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که وسله وال طالبان جګړه ونه دروي، انساني ناورين به رامنځته شي “

“که وسله وال طالبان جګړه ونه دروي، انساني ناورين به رامنځته شي “

author avatar
14 Jun 2021 - 16:54
“که وسله وال طالبان جګړه ونه دروي، انساني ناورين به رامنځته شي “
author avatar
14 Jun 2021 - 16:54

ګردېز (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ځوانان وايي، له يوه لوري بېوزلۍ او کرونا ويروس خلک سخت ځپلي او بل لور ته طالبانو هم جګړو ته زور ورکړى چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په پکتيا کې د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګې او د سولې لپاره د ځوانانو د اړيکو ګروپ په خبري کنفرانس کې وويل، چې د يادې ډلې په جګړو کې ډېری زيان ملکي خلکو ته اوړي او که روانه جګړه ونه دروي، په خبره يې لوی انساني ناورين به رامنځته شي.

د دوی له ډلې عبدالله فضلي پر وسله والو طالبانو نيوکه وکړه چې په هېواد کې يې د پرديو د ګټو لپاره جګړه روانه کړې ده.

نوموړي له امنيتي ادارو د وسله والو طالبانو پر وړاندې د سختو پوځي اقداماتو غوښتنه وکړه او پر طالبانو يې هم غږ وکړ چې د سولې لپاره هڅې وکړي.

هغه وايي: ((کرونا ده، بېوزلي ده، خلک ايسار پاتې دي، طالبان دې جګړه بنده او د بشري ناورين رامنځته کېدو مخنيوی دې وکړي.))

د ياد بنسټ غړی ظهير خان انګار هم د زرمت، سيدکرم، ميرزکې او احمدخېلو ولسواليو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې وسله والو طالبانو پر زرمت سربېره د سيدکرم ولسوالۍ پر خلکو هم زيات فشار راوړی او له هغوی يې غوښتي، چې د جګړې لپاره کسان ورکړي.

انګار وويل: ((له ټولو مسوولو ادارو او خيريه ملي او بين المللي بنسټونو غواړو چې د پکتيا حالت ته جدي توجه وکړي. وسله وال طالبان او د هغوی مشران دې په خپلو روانو کارونو بيا، بيا فکر وکړي.))

د سولې لپاره د ځوانانو غړی سيد جمال الدين اصف خېل پر ولايتي اداره او امنیتي ارګانونو سخته نيوکه کوي او هغوی د روان حالت په کنټرولو کې ناکامه بولي.

اصف خېل وويل چې د امنيتي پوستو او ولسواليو سرتېرو ته پر وخت مرسته نه رسيږي، چې له امله يې هغوی له ستونزو سره مخامخ کيږي.

د پکتيا په اړه د دغه ولايت والي محمدحليم فدايي پژواک ته وويل چې طالبان د خلکو کورونه او جوماتونه د سنګر په توګه کاروي او خلک ځوروي، خو حکومت هڅه کوي چې عامو خلکو ته زيان ونه رسيږي.

فدايي وايي: ((موږ هڅه کوو چې په سم ډول حالات تر کنټرول لاندې راولو، په دې برخه کې هوایي ځواک او حمايې ته اړتيا لرو، ټول مسايل مو له مرکز سره شريک کړي دي.))

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې سختو جګړو زور اخيستى چې له امله يې زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوي او يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.