ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : د عثمان کاکړ مړینه د افغان وطن او ولس لپاره لویه ضایعه ده

ولسمشر غني : د عثمان کاکړ مړینه د افغان وطن او ولس لپاره لویه ضایعه ده

author avatar
21 Jun 2021 - 21:57
ولسمشر غني : د عثمان کاکړ مړینه د افغان وطن او ولس لپاره لویه ضایعه ده
author avatar
21 Jun 2021 - 21:57

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰) :  ولسمشر اشرف غني د کوزې پښتونخوا د وتلي سیاستوال عثمان کاکړ په مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې . مړینه یې د افغان وطن او ولس لپاره لویه ضایعه ده.

د پښتونخوا ملي ګوند مرکزی غړی او د پاکستان پخوانی سناتور عثمان کاکړ چې څو ورځې مخکې د سویلي پښتونخوا د کویټې ښار پخپل کور کې په مرموز ډول سخت ټپي شوی و، نن سهار د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د هغه په مړینه خواشینی شوی .، د هغه کورنۍ، دوستانو او مینه والو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.

ولسمشر زیاته کړې، عثمان خان کاکړ د افغان وطن د واقعي خواخوږي او ځيرک سیاستوال په توګه د امن، سولې، ثبات او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې وکړې.

د هغه په وینا، نوموړي په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه او هغه ټولې پالیسۍ او کړنې یې سختې نقد کولې چې د سیمې او افغانستان د امنیت، ثبات او پرمختګ په زیان وې.

ولسمشر غني ویلي، عثمان کاکړ د قام په درد او سختیو زهیر او خدمت بوخت هغه مبارز انسان و چې د افغانانو په هر لوی او واړه غم او ښادۍ کې یې ځان شریک احساساوه.

ده زیاته کړې، نوموړی د خلکو د حقونو، یووالي، هوساینې او ولسواکي لپاره د خپلې واقعي او ارزښتناکې مبارزې له برکته د ولسونو په زړونو کې ځانګړی ځای او درناوی لري.

ولسمشر غني ویلي، نوموړی د هر ډول تشدد، ظلم او جبر پر وړاندې د خپلو ولسونو په ځانګړي ډول د مظلومو او محکومو خلکو رسا غږ و. مړینه یې د افغان وطن او ولس لپاره لویه ضایعه ده.

Visits: 259

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.