ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د ښاروالۍ درې کارکوونکي ټپيان شوي

په لوګر کې د ښاروالۍ درې کارکوونکي ټپيان شوي

author avatar
21 Jun 2021 - 14:35
په لوګر کې د ښاروالۍ درې کارکوونکي ټپيان شوي
author avatar
21 Jun 2021 - 14:35

پل علم (پژواک، ٣١ غبرګولى ١٤٠٠): د لوګر په مرکز پل علم کې د ښاروالۍ د تنظيف پر موټر چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل احمد حيدري د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د مرکز پل علم اړوند د شيروازې په سيمه کې د ښاروالۍ د تنظيف پر موټر چاودنه شوې.

هغه وايي: “د تنظيف کارکوونکي دي، د ښار کثافات يې انتقالول چې د طالبانو له لوري په ځاى پرځاى شوي ماين برابر شوي دي.”

د حيدري د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښاروالۍ درې تنه کارکوونکي ټپيان شوي او موټر يې له منځه تللى دى.

دغه راز د لوګر ښاروال رفيع الله احمدزي هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل: “د ښاروالۍ کارکونکي عاجز خلک دي، خلکو ته خدمات وړاندې کوي پر دوى بريدونه کول ډېر ناځوانه عمل دى.”

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ هر ډول جګړو زور اخيستى چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Views: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.