ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور اوسېدونکي: د فیروزکوه ښار د طالبانو تر ګواښ لاندې دی

د غور اوسېدونکي: د فیروزکوه ښار د طالبانو تر ګواښ لاندې دی

author avatar
21 Jun 2021 - 18:58
د غور اوسېدونکي: د فیروزکوه ښار د طالبانو تر ګواښ لاندې دی
author avatar
21 Jun 2021 - 18:58

فیروزکوه (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د غور اوسېدونکي خبرداری ورکوي که دغه ولایت ته اضافي ځواکونه ونه لېږل شي، ځمکني او هوایي عملیات ونه شي، ډېر ژر به طالبان د فیروزکوه ښار ونیسي.

د هغوی په خبره، له لسو ورځو راهیسې د شهرک، تولک او د دغه ولایت سوېل غرب د ساغر ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي، طالبانو اوسمهال د دولینه، پسابند، تیوره او چهارسدې ولسوالیو اکمالاتي لارې بندې کړي او د دولتیار، لعل او سرجنګل ولسواليو ځينو سیمو او فیروزکوه ښار څنډو کې یې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

خو د غور والي وایي چې دغه ولایت ته له کابله د ملي اردو ډېر ځواکونه راغلي دي او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي چې ټولې ولسوالۍ ونیسي.

د غور د اوسېدونکو اندېښنې

د غور مدني فعال نثار احمد کوهین پژواک خبري اژانس ته وویل: «په غور کې امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی، درې ولسوالیو سقوط کړی او په نورو ولسوالیو کې جګړې روانې دي، متاسفانه په دغه موده کې حکومت چندان همکاري ونه کړه او د سقوط شوو سیمو ننداره یې کوله، دغه کار په نورو سیمو کې د دولت ملاتړو ته سخت تاوان ورساوه، سیمه ییز قوماندانان دغه وضعیت ته په کتو له طالبانو سره یو ځای شول او یو ځای کیږي.»

ده خبرداری ورکړ که چېرته دولت خپل ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې اکمال نه کړي، ځمکني او هوایي عملیات ونه شي، ډېر ژر به ټولې ولسوالۍ او د هغه په تعقیب د غور مرکز د طالبانو لاس ته ورشي.

د غور مدني فعال محمد حسن حکیمي پژواک ته وویل: «متاسفانه طالبانو ځیني سیمې نیولې دي او دغه کار د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړې ده؛ که مرکزي اداره غور د ځواکونو د اکمال په برخه او د ځواکونو لېږلو او د هوایي عملیاتو په ترڅ کې حمایه نه کړي، د ناوړه وضعیت شاهدان به یو.»

د غور ولایتي شورا یوه غړي حمید الله متحد وویل: «د جنګ رهبري کمزورې ده، دغه کار د ځواکونو روحیه کمزورې کړې ده او دغه راز په غور کې د هوایي عملیاتو هېڅ منظمه برنامه او پلان نشته.»

له بلې خوا په غور کې ځينو امنیه قوماندانانو او ولسوالانو هم پر مرکزي او سیمه ییز حکومت انتقاد وکړ.

د غور د تیورې ولسوالۍ امنیه قوماندان حبیب الرحمان ملکزاده وویل، له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې طالبانو دغه ولسوالۍ له اقتصادي تحریم سره مخامخ کړې ده، خو سیمه ییز حکومت په دغه برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي په داسې حال ویل چې څو څو ځلې يې ستونزې له مسوولینو سره شریکه کړې دي، خو تراوسه هېڅ پاملرنه نه ده شوې، زیاته يې کړه: «شهرک، تولک او ساغر زموږ په څنګ کې دي، هغو سقوط وکړ؛ یعنې خطر موږ ته ډېر شو او له یوې میاشتې نه زیات وخت وشو چې لارې یې تړلې دي، حکومت هم پاملرنه نه کوي، خلک هم زړه تورن شوي، چا چې به موږ حمایه کولو حتی دولتي سرتېري زړه تورن شوي، که داسې وي، د مقاومت او مبارزې روحیه له منځه ځي.»

د غور شهرک ولسوالۍ د دغه ولایت لومړنۍ ولسوالۍ وه چې طالبانو د غبرګولي په ۱۶مه ونیوله.

د شهرک ولسوال محمد کبیري وویل، تر اوسه د دغې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره کوم کار نه دی شوی او د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو ۱۸۳ ملګرو سره له طالبانو سره یوځای شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ولسوالۍ د ولسوالۍ امنیه قوماندان په تفاهم سره طالبانو ته تسلیم کړې ده؛ دا هغه خبره ده چې د غور والي ځو ځلې رد کړې ده.

ده وویل: «ما څو ځلې والي او قوماندان ته وویل چې د پردې شاته خبرې شته او د پولیسو قوماندان ته مې د هغوی پاملرنه وغوښته، خو متاسفانه توجه ونه شوه.»

چارواکي بيا وایي چې ډېر ژر به د شهرک، تولک او ساغر ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

د غور والي: طالبان د دغه ولایت نورې سیمې نه شي نيولی You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.