ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: طالبانو په تېره يوه شپه ورځ کې په ۳ ولايتونو کې نهه ولسوالۍ نيولې دي

سرچينې: طالبانو په تېره يوه شپه ورځ کې په ۳ ولايتونو کې نهه ولسوالۍ نيولې دي

author avatar
21 Jun 2021 - 19:41
سرچينې: طالبانو په تېره يوه شپه ورځ کې په ۳ ولايتونو کې نهه ولسوالۍ نيولې دي
author avatar
21 Jun 2021 - 19:41

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د بلخ، اروزګان او کندوز ولايتونو سيمه ييزې سرچينې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شولګر، چمتال، بلخ، دولت اباد او کشنده؛ خاص اروزګان؛ قلعه زال، امام صاحب او خان اباد ولسوالۍ طالبانو نيولې دي.

ځايي سرچينې: د بلخ پنځه ولسوالۍ سقوط شوې دي

د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد عارف اقبالي پژواک ته وويل، چې له پرون مازيګر راهيسې طالبانو د شولګر ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړل او امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو قواوو تر نن سهار پورې له طالبانو سره مقاومت وکړ؛ خو د مرستې نه رسېدو له امله دوی مجبور شول چې شاتګ وکړي.

له بلې خوا ځايي سرچينې وايي چې د بلخ چمتال او بلخ ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوې دي.

سرچينه زياتوي، دغه دواړه ولسوالۍ نن له غرمې وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

دغه راز ځایی سرچینې دا هم وایي چې دولت اباد او کشندې ولسوالې هم طالبانو نیولې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه او نن سهار يې د بلخ دولت اباد، کشندې او شولګر ولسوالۍ سقوط کړې دي.

البته د بلخ ولايت زارع او چهاربولک ولسوالۍ تردې مخکې طالبانو نيولې وې.

د خاص اروزګان ولسوالۍ څخه امنيتي ځواکونه په شا شوي

د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ کې د افغان پوځ د یواځینې پاتې قرارګاه له سقوط سره د دغه ولایت څلورمه ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاسته ولوېدله.

ځایې سرچینې وایې، له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو شته قرارګاه کې مېشت افغان ځواکونه سخت کلابند کړي وو.

خو د اروزګان ولایت مقام بیا وایې، له خاص اروزګان څخه پاتي امنیتي ځواکونه را ایستل شوي دي.

د ولایت مقام ویاند احمدشاه ساحل وایي، د خاص اروزګان ولسوالۍ څخه مېشت ځواکونه ځکه ترینکوټ کې د ملي اردو څلورمي لوا ته انتقال شول چې هلته یې شتون ګټه نه درلوده.

ځايي سرچينې: د کندوز درې ولسوالۍ هم طالبانو نيولي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.