ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل والي او رباني د کسانو ترمنځ نښته کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل والي او رباني د کسانو ترمنځ نښته کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Jun 2021 - 18:31
د کابل والي او رباني د کسانو ترمنځ نښته کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Jun 2021 - 18:31

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): سرچينې وايي چې د جمعيت ګوند د مشر صلاح الدين رباني د خوريي او د کابل والي محمد يعقوب حيدري د ساتوونکو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

يوې سرچينې د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د کابل ښار د اوولسمې حوزې اړوند د پروان سه په ښارګوټي کې د کابل د والي محمد يعقوب حيدري د ساتوونکو او د جمعيت ګوند د مشر صلاح الدين رباني د خوريي ترمنځ نښته شوې ده.

سرچينه وايي: “په همدې ښارګوټي کې د والي کور دى، د رباني خوريى له ځينو نورو کسانو سره راغلى په ښارګوټي کې ښکته پورته ګرځېده او چغې يې وهلې چې د والي ساتوونکو یې مخنيوی کړى، خو د رباني خوريى د لږ ساعت لپاره بهر تللى بيا له ګڼ شمېر نورو کسانو او رنجرو سره راغلى او نښته رامنځته شوې ده.”

دى زياتوي چې په دې پېښه کې د صلاح الدين رباني د تلوېزيون (نور) يو تن موټر چلوونکى صفى الله نوری وژل شوى او د رباني خوريى په کې ټپي شوى دى.

خو د جمعیت اسلامي ګوند د مطبوعاتي دفتر مشر عبدالفتاح احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د صلاح الدین رباني هېڅ کوم خوریی په کابل کې نشته او د هغه د کورني غړي او خپلوان کومه نښته نه ده کړې.

دغه راز د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي چې تېره شپه د اوولسمې حوزې اړوند د پروان سه په بلاکونو کې نښته شوې چې يو کس په کې وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

هغه په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې پوليس سيمې ته ورغلي پلټنې يې پيل کړي او تر دې دمه يې شپږ کسان له وسلو سره نيولي دي.

بل لورته د کابل والي محمد يعقوب حيدري په دې اړه د پژواک پرله پسې اړيکې ځواب نه کړې، خو د کابل د والي وياند ناصر مهري پژواک ته وويل چې داسې کومه پېښه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د صلاح الدين رباني د تلوېزيون (نور) د خبرونو مدير عبدالوهاب عمار پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې د صفي الله په نوم يو کس وژل شوى چې دا مهال د تلوېزيون موټر چلوونکى نه و.

د هغه د معلوماتو له مخې، صفي الله دا مهال په اقتصاد وزارت کې د موټر چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

Visits: 1402

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.