ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سون توکو، وریجو، بورې او چای بیې لوړې شوې دي

په کابل ښار کې د سون توکو، وریجو، بورې او چای بیې لوړې شوې دي

author avatar
26 Jun 2021 - 15:43
په کابل ښار کې د سون توکو، وریجو، بورې او چای بیې لوړې شوې دي
author avatar
26 Jun 2021 - 15:43

کابل(پژواک،۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله، د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ارزښت له لوړېدو سره نن په کابل ښار کې سون توکو، وریجو، بورې او تور چای بیې لوړې شوې؛ خو د روسي سرو زرو بیه بیا رالوېدلې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۹،۰۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۲۹مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۸،۵۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.

صرافان وایي چې د طالبانو له لوري د  ولسوالیو د سقوط له ډېروالي، نامعلوم امنیتي وضعیت او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له امله د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.

 د سون توکو بیې نږدې ۶سلنې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د ۷ ورځو په پرتله نن د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۵۱ څخه ۵۳ افغانيو او د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۰ نه ۵۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وایي چې په نړیوالو بازارونو کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې د تېر شنبې په پرتله نن د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۵ افغانیو ۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانۍ پروړاندې د ډالر د ارزښت له لوړوالي سره د مایع ګاز بیه هم پورته شوې ده.

د وریجو، بورې او تور چای بیې لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د خواراکي توکو سوداګرو د ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو د پلور بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو، د ۴۹کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۳۰۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۳۲۰ څخه ۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه لکه تېره شنبې په ۱۹۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۵۰افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۹۳۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۷۰ افغانیو پلورل کېږي.

د روسي سرو زرو بیه رالوېدلې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.