ژبه

په کابل کې د موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز ولګېد

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تر ثاني امر پورې د کابل ښار په ټولو برخو او ولسوالیو کې د موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز ولګېد.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ وویل: «زموږ ځیني هېوادوال به د لنډ مهال لپاره له ستونزو سره مخ شي، خو هیله کېږي چې له امنیتي ځواکونو سره  په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وشي.»

ده زیاته کړه چې دغه بندیز اسناد لرونکو او بې اسناده دواړو موټرسایکلونو لپاره وضعه شوی او که چېرې له دغه خبرداري سرغړونه وشي، موټرسایکل د پولیسو له خوا درول کېږي.

د کابل پولیسو د موټرسایکلونو پر ګرځېدو د بندیز علت  نا امني بولي.

دا په داسې حال کې ده چې  کورنیو چارو وزارت تېر کال د وري میاشتې په وروستیو کې اعلان کړی و چې د جنایي جرمونو په مخنیوي کې د موټرسایکلونو ګرځول تر نا معلومې نېټې بند دي.

دغه وزارت د موټرسایکلونو پر ګرځېدو د بندیز دلیل په کابل ښار کې د جنایي جرمونو زیاتېدل بلل او ويلي یې وو چې په ښار کې رامنځته کېدونکي ډېری ترورونه، غلاوې او تاوتریخوالی د موټرسایکلونو په وسیله ترسره کېږي.

تېر کال د دغه وزارت دغه کار عملي نه شو.

دا په داسې حال کې په کابل کې د موټرسایکلونو پر ګرځېدو بندیز لګېږي چې ډېری خلک له موټرسایکله په استفادې خپلې ستونزې هواروي.

ورته موضوع