ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب روغتیایي مسوولین: د کرونا د یوشمېر ناروغانو معاینات ناسم تشخیصېږي

د فاریاب روغتیایي مسوولین: د کرونا د یوشمېر ناروغانو معاینات ناسم تشخیصېږي

author avatar
29 Jun 2021 - 19:03
د فاریاب روغتیایي مسوولین: د کرونا د یوشمېر ناروغانو معاینات ناسم تشخیصېږي
author avatar
29 Jun 2021 - 19:03

میمنه (پژواک، ۸ چنګاښ۱۴۰۰): د فاریاب د حوزوي روغتون مسوولین د میمنې ښار په کوویډ-۱۹ روغتون کې د کرونا د ځینو ناروغانو د معایناتو تشخیص ناسم بولي او وایي چې دغه بې پروایي د دې لامل شوې چې د ورځې څو کرونایي ناروغان حوزوي روغتون ته ولېږدول شي او یو شمېر یې ژوند له لاسه ورکړي.

د حوزوي روغتون مسوولین دغه راز وایي چې د نورو ناروغانو او د جګړې او ترافیکي پېښو د ټپیانو ډېروالي له امله اوس مهال د بسترونو او اکسېجن له کمښت سره مخ دي او د کرونایي ناروغانو ورتلو یې ستونزې ډېرې کړې دي.

په میمنه ښار کې د حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې متخصص غلام سخي حلیم پژواک ته وویل، ځینې ناروغان چې په بدن کې یې د کوویډ-۱۹ ښکاره نښې لیدل کېږي، د کرونا په روغتون کې یې ټسټ منفي تشخیص شوی او دوی ته د رسېدلو راپورونو له مخې، ځینې ناروغان حتی د روغتیایي وضعیت خرابوالي له امله مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: «هغه ناروغان چې کوویډ-۱۹ روغتون یې د منفي ټسټ له راپور سره حوزوي روغتون ته لېږدوي، هغو نښو نښانو ته په کتو چې دغه ناروغان یې لري، نه یوازې متخصص، بلکې عام خلک هم پرې پوهېږي چې پر کرونا اخته دي.»

دغه راز د میمنې ښار د حوزوي روغتون بل ډاکتر عبدالهادي هم ورته شکایت لري.

هغه پژواک ته وویل چې کوویډ-۱۹ روغتون، کې د ځینو کرونایي ناروغانو معاینه ناسمه ترسره کېږي او هغوی حوزوي روغتون ته لېږي.

نوموړي د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل: «موږ داسې ناروغان لرل چې د کرونا له ناسمې معاینې وروسته له بد وضعیت سره مخ شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «په کوویډ-۱۹ روغتون کې د یوه ۳۱کلن ځوان کرونا ټسټ منفي وپېژندل شو؛ په داسې حال کې چې بل ټسټ یې مثبت تشخیص شو او دا مهال زموږ په روغتون کې بستر دی.

په ورته مهال د میمنې ښار د حوزوي روغتون رییسه ډاکتر فوزیه سلیمي د دغه روغتون د عاجلې څانګې د ډاکترانو شکایتونه تاییدوي او پژواک ته یې وویل، هغه ناروغان چې د کوویډ-۱۹ روغتون له منفي ټسټ سره موږ ته راجع کېږي، کله چې دویم ځل معاینه شي، نتیجه یې مثبت پېژندل وي، چې ډېری یې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړې زیاته کړه: «پر کرونا د اخته هغو کسانو د معایناتو د څرنګوالي په اړه باید څېړنه وشي چې یو نتیجه یې یو ځل مثبت او بیا منفي ښودل کېږي، څو معلومه شي چې ستونزه په pcr، که کسانو کې ده؟ د خلکو له ژوند سره باید لوبې ونه شي.»

د پژواک خبریال د میمنې روغتون د کارکوونکو د شکایتونو له مخې، له هغو ناروغانو سره مرکې کړې چې د کوویډ-۱۹ روغتون له خوا له منفي ټسټ سره د حوزوي رغتون عاجلې څانګې ته استول شوي وو.

د کرونا ویروس له امله د یوه مړه شوي کس پلار محمد نعیم پژواک ته وویل چې یو ځل یې د زوی معاینه منفي وه؛ خو کله یې چې وضعیت نازک شو، بیا کوویډ-۱۹ روغتون ته ورغلل او د روغتون پرسونل حوزوي روغتون ته ولېږل.

هغه زیاته کړه کله یې چې زوی حوزوي روغتون ته راوست، لومړی یې نوې معاینه وکړه او له دوو ورځو وروسته یې نتیجه مثبت وښودل شوه؛ خو هغه داسې مهال و چې زوی یې د ژوند او مرګ تر منځ قرار درلود.

خو د میمنې ښار د کرونا روغتون مسوول ډاکتر محمد زمان اعظمي وویل کله چې د کرونا هر شکمن کس مراجعه کوي، لومړي یې سمپل اخیستل کېږي او تشخصیه مرکز (PCR) ته استول کېږي او شکمن کس تر درملنې لاندې نیسي.

هغه زیاته کړه کله چې د شکمن کس د سمپل نتیجه له PCR څخه راشي، که مثبت وي تر ۱۴ ورځو یې درملنه کوي او که منفي وي، نو د نورو ناروغیو لکه شکر، د زړه او نورو ناغیو د درملنې لپاره یې رسماً حوزوي روغتون ته لېږي.

هغه وویل چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې نږدې ۴۰۰۰ نمونې اخیستې او له ډلې یې ۹۲۰ هغه مثبت، ۱۷۰ کسان بستر شوي، ۲۱ ترې مړه شوي او پاتې نورو ته یې د کورني قرنطین سپارښته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د فاریاب هېڅ اوسېدونکي د اکسېجن، درملو، پرسونل له کمښت او د خوړو له بې کیفیتۍ شکایت نه دی کړی، دا په دې ماناد ده چې په کووید-۱۹ روغتون کې کار ترسره شوی دی.

اعظمي ټینګار وکړ چې PCR د نړۍ په کچه د تشخیص باوري مرکز دی، نو که څوک د دغه مرکز پر معاینه شک لري کولای شي د نوم په بدلون دویم ځل خپل سمپل ورکړي؛ که نتیجه ناسمه وه په هغه صورت کې به د pcr . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.