ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومتي سرچینې د شینوارو ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي خو طالبان یې ردوي

حکومتي سرچینې د شینوارو ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي خو طالبان یې ردوي

author avatar
29 Jun 2021 - 14:53
حکومتي سرچینې د شینوارو ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي خو طالبان یې ردوي
author avatar
29 Jun 2021 - 14:53

چاریکار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰): حکومتي سرچینې وایي، د پروان د شینوارو ولسوالۍ بېرته حکومتي ځواکونو نیولې، خو طالبانو ویلي چې دغه ولسوالي اوس هم له دوی سره ده.

د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالروف اروزګاني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شینوارو ولسوالۍ مرکز تېره شپه بېرته د دولتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د همغږۍ مرکز رییس محمد حامد نیازي هم وویل چې د مرکزي قطعاتو ځانګړو ځواکونو د هوايي څواک په ملاتړ تېره شپه له څو ساعته جګړې وروسته یوولس نیمې بجې د شینوارو ولسوالۍ ودانۍ نیولې ده.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، په یوه ټیلېفوني اړیکه کې وویل چې دولتي ځواکونه تېره شپه د شینوارو مرکز ته دننه شوي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د جګړې له وېرې له خپل کوره نه دی وتلی، خو له خلکو سره له ټیلېفوني اړیکو څرګندیږي چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د څو دولتي سرتېرو د ټپې کېدو خبر یې هم ترلاسه کړی او په یوه کور کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یو شمېر غیرنظامیان هم وژل شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وایي، د دولتي ځواکونو له خوا د شینوارو ولسوالۍ د نیولو ادعا ناسمه ده.

هغه له دې ولسوالۍ د یوه ويډیویي کلېپ په خپرولو سره چې طالبان په کې ښکاري، ویلي چې د شینوارو ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده.

د مجاهد په وینا، طالبان له پرون راهیسې پر دې ولسوالۍ د دولتي ځواکونو دوه بریدونه پر شا تمبولي دي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.