ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو له خوا پر ښځو او ځینو موسسو د محدودیتونو لګولو خبر ناتایید شوې ادعا ده

د طالبانو له خوا پر ښځو او ځینو موسسو د محدودیتونو لګولو خبر ناتایید شوې ادعا ده

author avatar
1 Jul 2021 - 16:07
د طالبانو له خوا پر ښځو او ځینو موسسو د محدودیتونو لګولو خبر ناتایید شوې ادعا ده
author avatar
1 Jul 2021 - 16:07

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰): ځينې سرچینې وایي چې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پر ښځو او ځینو موسسو محدودیتونه وضع کړي دي، خو طالبان او د سیمې اوسېدونکي بیا دغه ادعاوې ناسمې بولي.

د فهیم فطرت په نوم یوتن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې هټۍ والو ته ګواښ کړی چې پر هغو مېرمنو توکي ونه پلوري چې بې له محرمه له کور څخه راوتلې وي. ده همدا راز لیکلي: “د جوزجان ولایت په آقچې ولسوالۍ کې طالبانو بغیر له محرمه د ښځو په تګ راتګ بندیز لګولی دی.”

دغه متن په ټولنیزو شبکو کې زیات لاس په لاس شوی دی.

په کابل کې یوې باوري سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو د بغلان ولایت په دهنه غوري، دوشي او تاله و برفک ولسوالیو کې دغه محدودیتونه وضع کړي دي او ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له محرم پرته له کور څخه بهر او یا ښار ته ولاړې شي.

د یادې سرچینې په وینا، ځایي اوسېدونکو د دغې ډلې له خوا د ښځو پر وړاندې د وضع شوو محدودیتونو له امله سخته اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې همدا راز د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې طالبانو هره کورنۍ دې ته اړ ایستلې چې ۶۰  وسله والو ته خواړه هم چمتو کړي.

همدا راز د نوي بغلان ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې یوتن غړي هم پژواک ته وویل چې طالبانو په یاده ولسوالۍ کې هم یاد محدودیتونه وضع کړي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو دغو محدودیتونو ډېری کورنۍ دې ته اړ کړې دي چې باید خپل کورونه پرېږدي او د ولایت مرکز پلخمري ښار ته بې ځایه شي.

یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي چې په جوزجان ولایت کې هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له نا دولتي موسسو سره ډېر بد چلند کېږي او هغو موسسو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي.

دی وایي:” کورنيو او نړیوالو موسساتو ته د ځایي طالبانو له خوا ویل کیږي چې په قطر کې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره اړیکه ونیسئ. د ودان، اکتید، له ماشومانو د ملاتړ، برګ او د سویډن کمېټې موسساتو کارمندان ګواښي، بندیانوي، سپک او تحقیروي یې.”

پژواک اژانس له سویډن کمېټې سره دغه موضوع شریکه کړه، خو تراوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

حقیقت موندنه:

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې اړه پژواک ته وویل، دا خبرې حقیقت نه لري او ناسمې دي.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ یوتن اوسېدونکي محراب الدین هم پژواک ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا داسې کوم محدودیت نه دی وضع شوی چې ښځې له محرم پرته ښار ته نه شي تللی.

د مرکزي بغلان یوه مدني فعاله حمیده طاهري هم وایي چې ښار خلاص دی د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه ده او هیچاته هم د طالبانو له لوري داسې څه نه دي ویل شوي.

هغه وایي، طالبانو تراوسه داسې کوم محدودیت نه دی وضع کړی، خو ښځې خپله په زړه کې یو څه وېره لري او د پخوا په څېر ازاد تګ راتګ نه کوي.

د جوزجان ولایت یو اوسېدونکی حمیدالله بیا په دې اړه وایي چې په دغه ولایت کې په مېرمنو او ښوونیزو موسسو د محدودیت لګولو خبرونه ناسم دي.

ده زیاته کړه:” پرون اوازه وه چې طالبان یوه ښځه سنګسار کوي، بیا اوازه وه چې طالبانو د جوزجان ولایت په یو شمېر سیمو کې د چرګانو د غوښو پر خرڅولو بندیز لګولی، دغه راپورونه ټول ناسم دي ما د هر سیمې له خلکو سره خبرې کړې دي او طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پر خلکو هيڅ ډول محدودیت نه دی وضع کړی.”

د هغه په وینا، طالبانو په جوزجان ولایت کې یوازې پر مسافر وړونکو موټرو له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پورې محصول وضع کړی دی.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ صافۍ هم په یوه واټساپ ګروپ کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیت وضع کولو په تړاو لیکلي دي: “زموږ په بلخ ولسوالۍ کې طالبانو عشر حواله کړی، خو پر ښځو محدودیتونه نه دي لګول شوي.”

پایله: ځینې سرچينې وایي چې وسله وال طالبان تر خپل واک لاندې یو شمېر سیمو کې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له محرم پرته له کوره بهر شي او همدا راز د ځینو هغو موسسو مخه یې هم نیولې ده چې د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت کوي، خو طالبان او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي بیا دغه ادعاوې ناسمې بولي.

پرېکړه: په یوشمېر سیمو کې د طالبانو له خوا پر ښځو او ځینو موسسو د محدودیتونو وضع کولو خبر نا تایید شوې ادعا ده.

Visits: 623

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.