ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: د دولت د نه پاملرنې له امله کلدار او شورتېپه ولسوالۍ بېرته سقوط شوې

عطامحمد نور: د دولت د نه پاملرنې له امله کلدار او شورتېپه ولسوالۍ بېرته سقوط شوې

author avatar
3 Jul 2021 - 15:29
عطامحمد نور: د دولت د نه پاملرنې له امله کلدار او شورتېپه ولسوالۍ بېرته سقوط شوې
author avatar
3 Jul 2021 - 15:29

مزارشريف ( پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۰) : د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند مشر عطامحمد نور وايي، چې ولسمشر غني او د دفاع وزير بسم الله محمدي د امنيتي ځواکونو تر څنګ د خلکو او پاڅون کوونکو د درېدو ملاتړ کوي.

خو نوموړی زیاتوي: ((ځينې کسان شته چې د بلخ پر چارواکو له دې امله فشار راوړي، چې زه (عطامحمد نور) ولې په عملياتو کې برخه اخلم.))

د جمعيت ګوند مشر چې مزارښار کې يې د طالبانو پر وړاندې د ملي بسيج شورا غړو ته خبرې کولې، همدا راز يې وويل چې دمګړۍ طالبان د افغانستان پر ۱۲۴ ولسواليو ولکه لري.

عطامحمد نور د بلخ  په شورتېپې او کلدار ولسواليو کې د خپلو پوځي عملياتو په تړاو هم جزیيات وړاندې کړل.

نوموړي وويل چې شورتېپې ولسوالۍ کې يې پوځي عمليات د تلفاتو د مخنيوي په خاطر د ملي دفاع وزير په سپارښتنه ودرول.

خو زياته يې کړه چې هلته کلابند لسګونه سرتېري يې وژغورل.

د بلخ پخواني والي همدا راز وايي، چې د ده په مشرۍ عملياتو کې د بلخ د کلدار او شورتېپې ولسوالۍ زياتې سيمې تصفيه شوې؛ خو دا چې د حکومت له خوا يې ساتنه ونه شوه نو بېرته سقوط شوې.

هغه وويل: ” له ځينو اړخونو خبرې اورو، چې د جنګ ډګر ته زموږ د تللو په اړه منفي تبليغات کوي، هغوی ښيي چې مزارښار کې دې پاتې شو. خو زه وايم چې ای وروره ته د جنګ بايللو په حال کې يې، ۱۲۴ ولسوالۍ طالبانو نيولې دي، موږ حاضر شوي يو چې له هېواده د دفاع په خاطر خپل ژوند قربان کړو؛ خو ته بدبخته له مرکزه د بلخ په چارواکو فشار راوړې، چې زه (عطامحمد نور) ولې عملياتو ته ځم.”

عطامحمد نور وایي، چې ولسمشر غني او د دفاع وزير د امنيتي ځواکونو تر څنګ د ولسي خلکو او پاڅون کوونکو له درېدو ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د کلدار ولسوالۍ په عملياتو کې د وسله والو له يوه کمين څخه روغ وتلی؛ خو وايي چې په ياده پېښه کې يې يو شمېر ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته مهال د بلخ والي وايي، چې مرکزي اداره او دفاع وزارت د عطامحمد نور په ګډون له ټولو هغو جريانونو ملاتړ کوي، چې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.

فرهاد عظيمي پژواک ته وويل چې دمګړۍ بلخ ولايت کې څه باندې ۵۵۰۰ کسانو د طالبانو پر وړاندې وسله راخيستې او په خبره يې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.

هغه زياته کړه، چې بلخ کې يې د يو شمېر مطرحو جريانونو او سياسي احزابو تر منځ همغږي ايجاد کړې، چې په وينا يې دوی ټول به د شاهين قول اردو تر قوماندۍ لاندې خپلې چارې پر مخ بيايي.

له دې سره د بلخ د ولایتي شورا رييس محمد افضل حديد بلخ کې د پاڅون کوونکو د انسجام په موخه د ملي بسيج شورا رامنځته کېدل ګټور ګام بولي.

هغه پژواک ته وويل، دا چې دغه شورا به تر کومه بريده په خپلو چارو کې بريالۍ وي؛ نو راتلونکو ورځو کې به معلومه شي.

نوموړي په ټينګار سره وويل، چې په افغانستان کې روانه جګړه د حکومت او طالبانو په ګټه نه ده.

حديد د جنګ له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د سولې مذاکراتو له لارې دې روانه کشاله حل کړي.

Views: 669

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.