Language

د بسم الله محمدي په هڅو د جنرال زمري پیکان خوشې کېدل ناتایید شوی خبر دی  

کابل (پژواک،۱۲چنګاښ۱۴۰۰): سرچینې وایي، جنرال زمری پیکان چې له اتو کلونو پر ډېر بند محکوم شوی و، د دفاع وزیر بسم الله محمدي د هڅو په پایله کې له بند څخه خوشې شوی؛ خو د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي چې هغه نه دی خوشې شوی، بلکې د ځینو پلټنو لپاره د ملي امنیت ادارې ته سپارل شوی دی.

له درنو جرمونو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې د  راپورونو له مخې، د عامه نظم پولیسو مخکنی قوماندان جنرال زمری پیکان، د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په میاشت کې په قتل کې د لاس لرلو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په اتو کلونو او شپږ میاشتو بند محکوم شو او د کورنیو چارو وزارت نوموړی د ۱۳۹۹ کال د زمري په دویمه نېټه ونیوه.

ادعا: جنرال زمری پیکان د بسم الله محمدي په هڅو له بنده خوشې شوی دی.

بشیر احمد قاساني پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې جنرال زمری پیکان د جنرال بسم الله محمدي د هڅو په پایله کې له زندانه ازاد شوی دی.

قاساني لیکلي چې ښایي پیکان د کومې قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شي.

یوه بل تن عزیز خان هوتک هم لیکلي: «زمری پیکان د وژنو او فساد په تور په اته کاله بند محکوم شوی و، تېره ورځ د هېواد د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي له خوا له بنده خوشې شو دی.»

دغه متن په نورو ټولنیزو صفحو کې هم لاس په لاس شوی دی.

حقییت موندنه:

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند صفي الله جلالزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د عامه نظم د پولیسو پخوانی قوماندان جنرال زمری پیکان چې په مرکزي زندان کې بندي و، د یو لړ تحقیقاتو لپاره د ملي امنیت ادارې ته لېږدول شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا چې د زندانونو چارو د تنظیم اداره د بندیانو د ساتلو مسوولیت پر غاړه لري او په هغه صورت کې چې کشفي، عدلي او قضایي ادارې د مجرمینو د اسنادو مراحلو طی کولو او نورو پلټنو د قانوني اجرااتو غوښتنه وکړي، د اصولو له مخې یادو ادارو ته سپارل کېږي.

نوموړي وویل چې جنرال زمری پیکان دا مهال د دولت په بند او د ملي امنیت له ادارې سره دی.

هڅه مو وکړه څو په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم ولرو؛ خو تراوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پایله: ځینې سرچینې وايي چې د عامه نظم پولیسو پخوانی قوماندان جنرال زمری پیکان چې په وژنې کې د ګډون او له وظیفوي صلاحیته د ناوړه ګټې اخیستنې په تور په بند محکوم شوی و، د دفاع د وزیر بسم الله محمدي د هڅو له امله خوشی شوی دی. دفاع وزارت په دې اړه تراوسه ځواب نه دی ورکړی؛ خو د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي چې پیکان د حکومت په بند او له ملي امنیت ادارې سره دی او دغې اداې ته د یو لړ تحقیقاتو لپاره سپارل شوی دی.

پرېکړه: د بسم الله محمدي په هڅو د جنرال زمري پیکان خوشې کېدل ناتایید شوی خبر دی.