ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د دامان د ولسوال پر موټر چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کندهار د دامان د ولسوال پر موټر چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
10 Jul 2021 - 11:18
د کندهار د دامان د ولسوال پر موټر چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
10 Jul 2021 - 11:18

کندهار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار د دامان پر ولسوال چاودنه شوې، هغه روغ وتلی خو پنځو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دامان ولسوالۍ اړوند د غره په کلي کې شوې ده.

د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دامان ولسوالۍ ولسوال حاجي پیرمحمد دندې ته پر لاره و چې د غره په کلي کې پر موټر چاودنه وشوه.

سرچینې زیاته کړه، ولسوال له چاودنې روغ وتلی خو ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور کسان (دوه پولیس او یوه مېرمن) ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې د ولسوال موټر هم زیانمن شوی او دغه راز د ملکي وګړو یوه موټر اور اخیستی دی.

تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

Visits: 255

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.