ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار جګړه کې تراوسه ۱۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۵ زره کورنۍ کډوالې شوي

د کندهار ښار جګړه کې تراوسه ۱۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۵ زره کورنۍ کډوالې شوي

author avatar
11 Jul 2021 - 20:46
د کندهار ښار جګړه کې تراوسه ۱۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۵ زره کورنۍ کډوالې شوي
author avatar
11 Jul 2021 - 20:46

کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې نن په درېیمه ورځ هم جګړه روانه ده چې له امله یې نن له سهاره تر ماښامه ۴۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بله پلوه د جګړې له امله شاوخوا ۵ زره کورنۍ هم له خپلو کورونو کډې کولو ته اړې شوي دي.

وسله والو طالبانو وړمه ورځ سهار د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې په بېلابېلو ساحو کې جګړه پیل کړه او غوښتل یې ښار ته ننوځي.

د معلوماتو له مخې، ډېره جګړه په همدې سیمه کې ده خو تر څنګ یې کندهار ښار ته نژدې ارغنداب او ډنډ ولسوالیو ته هم غځېدلې ده او وسله والو طالبانو نن هم په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

تر دې مهاله امنیتي ځواکونه د جګړې په تړاو هیڅ راز معلومات له خبریالانو سره نه شریکوي.

خو یوازې د ملي امنیت صفر درې قطعې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې وسله والو طالبانو د کندهار ښار تر څنګ په ارغنداب ولسوالۍ کې هم بریدونه وکړل او غوښتل یې ولسوالي سقوط کړي چې په شا تمبول شوي او او سیمه یې پاکه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د صفر درې قطعې ځواکونو د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند په بېلابېلو سیمو کې عملیات پیل کړي خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له امله به دا عملیات ستونزمن وي.

که څه هم امنیتي ځواکونه پر وضعیت د کنټرول ډاډ ورکوي خو خلک سخت اندېښمن دي.

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له سهاره تر ماښامه دغه روغتون ته ۳ جسدونه او ۳۸ ټپيان راوړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې د برېښنا شرکت یو کارکوونکی، یو ماشوم او یوه ښځه شامل دي او په ټپيانو کې ۱۲ ماشومان، ۶ ښځې او پاتې لویان دي.

دغو ملکي وګړو ته د کندهار ښار په روانه جګړه کې د هاوانونو لګېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال ک ده چې تېره ورځ د همدې حوزې اړوند له بېلابېلو سیمو څخه ۱۶ جسدونه او ۵۷ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي وو.

بل خوا د جګړې له امله د همدې ناحیې اړوند له میرویس مېنې، میربازار، پنجوايي دوراهي او نورو سیمو څخه نژدې ۵ زره کورنۍ کډې کولو ته اړې شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب پژوک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دریو ورځو راهیسې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې له بېلابېلو سیمو څخه نژدې ۵ زره کورنیو کډه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د کډوالو چارو او له پېښو سره د چمتووالي ریاستونو د کندهار د والي په لارښوونه د کندهار ښار په ۵مه ناحیه کې د حاجیانو کمپ د هغو کډوالو لپاره ځانګړی کړی چې سرپناه نه لري.

دی وايي، اوسمهال په دې حاجي کمپ کې لسګونه کورنۍ مېشتې شوي چې درې وخته خوراک، اوبه برېښنا او نورې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.

د نوموړي په وینا، شاوخوا ۱۳۰۰ کډوالې شوې اهل تشیع کورنیو د کندهار ښار په مرکزي برخو کې په امام بارګاه او جوماتونو کې پناه اخیستې ده.

د ده په خبره پاتې کډوال د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د خپلوانو په کورونو او کرايي ودانیو کې ځای پر ځای شوي چې دوی یې سروې پیل کړې او د همکارو موسسو په مرسته به ژر بشري مرستې ور ورسوي.

نایاب وايي، اټکل دا دی چې د کډوالو شمېره به پورته لاړه شي او په همدې موخه د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د پوهنې ریاست اړوند د لیلیې یوه ودانۍ هم د بې ځایه شوو کډوالو د پناه اخیستو لپاره ځانګړې شوې ده.

د کندهار ښار د همدې سیمې یوه اوسېدونکي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړې له امله سلګونه کورنۍ وتلي خو اندېښمن دي چې د جګړې له امله یې کورونو او شتمنیو ته زیان وا نه وړي.

هغه زیاته کړه، خلک په داسې حال کې کورونو پرېښودلو ته اړ شوي چې له یوې خوا سخته ګرمي ده او له بلې خوا ګڼ شمېر کورنۍ د سرپناه توان نه لري.

ده زیاته کړه، په یو شمېر کورونو کې د هاوان مرمۍ لګېدلي چې ډېری ملکي وګړي (ماشومان، ښځې او نارینه) یې وژلي او ټپيان کړي دي.
دی وايي، په ښار کې د کرايي کورونو بیې لوړې شوي، د خوراکي او نورو توکو بیې له اسمان سره خبرې کوي، که وضعیت همداسې روان وي نو ناورین به رامنځته شي.

نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې پر خلکو رحم وکړي، له جګړې لاس واخلي او د خلکو د ازار او اذیت سبب دې نه جوړېږي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوومه امنیتي حوزه د کندهار ښار په لوېدیځه څنډه کې له ګڼ مېشتو سیمو ده چې د کندهار عمومي محبس هم په کې دی او د کندهار- هرات لویه لاره هم له دې سیمې تېرېږي.

په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو ژیړۍ، ډنډ، ارغنداب، تخته پل او سپین بولدک کې تر هغه وروسته جګړو زور اخیستی چې طالبانو د کندهار ۹ ولسوالۍ غورک، میوند، نېش، شاولیکوټ، خاکرېز، میانشین، پنجوايي، معروف او ښوراوک یو په بل پسې سقوط کړې.

Visits: 721

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.