ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لغمان او کونړ قومي مشرانو او ديني عالمانو د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ”

“د لغمان او کونړ قومي مشرانو او ديني عالمانو د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ”

مهترلام، اسعد اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): په لغمان او کونړ ولایتونو کې لسګونه قومي مشرانو او دیني عالمانو له جمهوري نظام او له ملي امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان او د دوی قربانۍ یې وستایلې.

د لغمان قومي مشرانو او ديني عالمانو د چنګاښ په ۲۰مه د يوې سترې ولسي غونډې پرمهال له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ او ډاډ يې ورکړ چې که د ولس قربانۍ او وسلې پورته کولو ته هم اړتيا شي دوی د خپلې خاورې د دفاع په خاطر چمتو دي.

قومي مشر حاجي شامرد خان په خپلو خبرو کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او د دې ولایت رهبرۍ ته یې ډاډ ورکړ چې له خپلو ځواکونو سره په سنګر کې هم له خپلې خاورې او ولس څخه ساتنه کوي.

هغه امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې او ولس رښتیني ساتونکي او مجاهدین وبلل چې په مېړانه د هر دښمن پروړاندې جګړه کوي او له دوی سره یې د ولسونو هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

په ختیځ کې د جمعیت علماوو شورا مشر مولوي فرمان الله نیازي وویل چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په اسلامي او ملي ګاڼه سمبال او د خپلې خاورې ساتنه کوي چې پر وړاندې یې هره جنګېدونکې ډله باغي ده او د باغیانو پروړاندې درېدل د هر مسلمان او افغان شرعي او قانوني حق دی.

دغه راز د ځوانانو د پارلمان غړي حنیف الله پشه یي له نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ د هر افغان شرعي او ملي مسوولیت وباله او دوی ته یې بشپړ ډاډ ورکړ چې د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو ټول ولسونه د خپلو ملي ځواکونو ترڅنګ د هر دښمن په مقابل کې ولاړ دي.

دغو قومي مخورو دغه راز له ولسونو هم غوښتنه وکړه چې په واقعي معنی د حکومت ملا وتړي او له خپلو سیمو طالبان وشړي، ترڅو یې ژوند په ارامۍ سره تېر شي.

د لغمان والي عبدالولي واحدزي د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له ټولو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مجاهدینو څخه مننه وکړه چې په دې حساسو شرایطو کې یې له جمهوري نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولایتي ادارې څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

هغه یادونه وکړه چې د لغمان خلکو د تاریخ په اوږدو کې تل له خپلې خاورې او نظام څه ساتنه کړې او اوس یې لا هم وخت دی چې په مېړانه له خپلو سرتېرو سره اوږه په اوږه د دې خاورې د دښمن پروړاندې ودرېږي.

په دې وروستيو کې د لغمان ولايت امنيتي وضعيت يو څه خراب شوی، چې همدا اوس هم په اليشنګ او الينګار ولسواليو کې نښتې روانې دي.

د یو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت لسګونو دیني علماوو، د جوماتونو امامانو او خطیبانو نن د یوې لویې راټولېدنې پر مهال له نظام او امنیتي ځواکونو څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

دوی وویل، بهرني ځواکونه له هېواد څخه وتلي او د جهاد په نوم د افغان وژنې لپاره هیڅ ځای نشته، له طالبانو څخه غوښته کوو چې اوربند او سوله وکړي.

د کونړ د علماوو شورا رییس مولوي ضیاء الرحمان الله یار او د دغې شورا د سیاسي چارو مرستیال مولوي نجیب الله حقیار د ویناوو پر مهال وویل، دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغان مسلمان ملت بچیان دي، دوی مومنان مسلمانان دي او په اسلامي او وطني مینه د خاورې او ولس لپاره په سنګرونو کې جنګېږي.

دوی وویل، د هېواد ځمګنۍ بشپړتیا، پت او عزت ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی هر هغه څوک چې دې نظام او خاورې ته زیان رسوي، زموږ دښمن دی.

د ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار وویل، افغانان بیدار دي او نور د پردیو پر دسیسو خپل بنسټونه نه ړنګوي.

هغه دیني عالمان د ستر مقام خاوندان یاد کړل او ترې ویې غوښتل چې د خپل مشروع نظام، دفاعي او امنیتي ځواکونو هر ډول ملاتړ وکړي.

د کونړ ولایت د حج او اوقافو رییس نورالمعبود احساس او د نورستان ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي محمد انور د ویناوو پرمهال وویل، جګړه ګټونکی نه لري او په افغانستان کې روانه جګړه د اسلامي نړۍ علماوو ناروا بللې ده، دغه جګړه پردۍ ده او هیڅ دیني او شرعي مبنی نه لري.

دوی وویل، دیني علما په افغانستان کې روان تاوتریخوالي غندي او په هېواد کې د دایمي اوربند او پایداره سولې غوښتنه کوي.

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.