ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشر حقونه: د چنګاښ په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۲۳۰۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بشر حقونه: د چنګاښ په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۲۳۰۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Jul 2021 - 18:59
بشر حقونه: د چنګاښ په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۲۳۰۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Jul 2021 - 18:59

کابل (پژواک ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، موندنې يې ښيي چې د جګړې د ښکېلو لوريو له خوا نړيوالو بشرپالو حقوقو ته د نه پاملرنې له امله د ملکي مرګ‌ژوبلې او د خلکو د بېځایه کېدو کچه لوړه شوې ده او په بېلابېلو ولايتونو کې تاوتريخوالی د پام وړ زيات شوی دی.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې د ياد شوي کميسیون له خوا نن خپره شوې ده.

د دې راپور جزئيات په دې ډول دي:

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د تاوتريخوالي زياتوالی او د جګړې د لمنې پراختيا، په تېره بيا په وروستيو دوو مياشتو کې، د خلکو د ژوند بېلابېلو برخو ته جدي زيانونه رسولي دي. پر دې سربېره د کمېسيون موندنې ښيي چې طالبانو په ځينو ولايتونو کې د ولسواليو تر نيولو وروسته د خلکو پر اساسي ازاديو محدوديتونه وضع کړي دي؛ په تېره د روغتيايي او ښوونيز خدماتو ګډون، اساسي حقوقو او ازاديو ته د ښځو لاسرسی يې محدود کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د ساحوي او ولايتي دفترونو د موندنو پر استناد، د ‍۱۴۰۰ کال د چنګاښ مياشتي په لومړيو ۱۵ ورځو کې (د ۲۰۲۱ د جون له ۲۲ مې د جولای تر ۶) د بشر حقونو پر وضعيت د روانې شخړې اغېز تحليل او ارزول شوی دی.

د جګړې او وسله والو شخړو د لمنې پراختيا

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د موندنو پر بنسټ، د ۱۴۰۰ د چنګاښ په لومړيو ۱۵ ورځو کې په هېواد کې د جګړې لمن بې مخينې پراخه شوې ده؛ په دې وخت کې په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي او زرګونه تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

له بل پلوه د لويو لارو د تړل کېدو له امله د خوراکي توکو د بيې لوړوالی او روغتيايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي محدودول، د ټولګټو تاسيساتو ويجاړول، د خلکو پر اساسي ازاديو محدوديت لګول، په تېره بيا ښوونيزو او روغتيايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي  محدوديت، د جګړې نورې پايلې دي چې خلک يې ډېر اندېښمن کړي دي.

د جګړې پراختيا په پراخه کچه د خلکو د بشرپالو او بشري حقونو د نقض سبب شوې او په يوه لوی ملي بحران بدله شوې ده، چې خلک پکې هره ورځ په متفاوتو بڼو قرباني کېږي.

په دې راپور کې د نړيوالو بشرپالو حقونو د اصولو او قواعدو او حقوق بشري ارزښتونو نقض ته په لاندې توګه اشاره شوې ده:

الف) د نړيوالو بشرپالو حقوقو د اصولو او قواعدو نقض او د جنګي جنايتونو ارتکاب

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې د شخړې ښکېل لوري په دوامدار ډول د نړيوالو بشرپالو حقونو او پر شخړو د حاکمو قواعدو د نقض مرتکب شوي دي. په داسې حال کې چې د نړيوالو بشرپالو حقوقو په بنسټ د محدوديت اصل، د نظامي اړتيا او تناسب اصل، د تفکيک اصل او د انساني چلند او نه تبعيض اصل د شخړو د ښکېلو لوريو تر ټولو مهم مکلفيتونه دي، خو د دې راپور موندنې ښيي چې د طالبانو ډلې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت امنيتي ځواکونو دا اصول او د نړيوالو بشرپالو حقونو نور قواعد نقض کړي دي.

  1. له ملکيانو سره په چلند کې د نړيوالو بشرپالو حقوقو د اصولو او قواعدو نقض

نړيوالو بشرپالو حقوقو او پر وسله والو شخړو حاکمو قواعدو د ملکي وګړو وژل او ټپي کول په کلکه منع کړي دي او د شخړې هيڅ لوری د داسې کړنو جواز نه لري چې ملکي حلکو ته په کې زيان ورسېږي.

له دې سره سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې يوازې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په لومړيو ۱۵ ورځو کې په هېواد کې په روانو وسله‎والو شخړو کې ۱۲۵۰ تنه وژل وژل شوي او ۱۰۵۹ تنه نور ټپيان شوي دي. د دې شمېرو پر بنسټ ۱۴۸ نارينه، ۱۴ښځې او ۲۹ ماشومان وژل شوي او ۵۴۸ نارينه، ۱۱۷ ښځې او ۳۹۴ ماشومان ټپيان شوي دي.

  1. اجباري بې ځايه کول او د نه تبعيض د اصل نقض

د نړيوالو بشرپالو حقوقو يو مهم اصل انساني چلند او تبعيض نه کول دي، چې د دغه اصل پر بنسټ ټول وګړي، د هغوی جنسيت، مليت، نژاد، مذهب، یا سياسي عقيدې ته له پام پرته، د درناوي او انساني چلند مستحق دي. له همدې امله هيڅوک، په تېره بيا ملکي وګړي، بايد د قوميت، ژبې، مذهب او سياسي باور له امله د ښکېلو لوريو له خوا له تبعيض او سپک چلند سره مخ نشي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې د ۱۴۰۰ د چنګاښ له ۱ تر ۴مې، د طالبانو ډلې د کندوز ولايت د باغ شرکت له سيمې ۴۰۰ بدخشاني کورنۍ په زور کډې کولو ته مجبوره کړې او وروسته يې د هغوی کورونو ته اور اچولی دی او د هغوی مالونه او شتمنۍ يې لوټ کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون ته ويلي دي: « طالبانو د قوميت او بدخشاني توب په جرم زموږ کورونه را وسوځول او درې تنه يې تر ډېرو وهلو وروسته ووژل. پاتې کسان يې په توهين، سپکاوي او د شکنجې په زور کډه کړل، چې څه مو درلودل هغه يې ولوټل، زموږ څاروي يې له منځه يووړل او کورونه يې را وسوځول.»

د کندوز ولايت د باغ شرکت سيمې يوه بل بې ځایه شوي د کمېسيون څارونکو ته ويلي دي چې طالبانو يې د څښاک د اوبو څاه ته لاسي بم اچولی وو چې خلک ترې استفاده و نه کړي.

هغه زياته کړې: «زموږ جرم يوازې د امنيتي ځواکونو ملاتړ او د محاصرې په حال کې هغوی ته د اوبو او ډوډۍ ورکول وو. په باغ شرکت سيمه کې نه يوازې بدخشاني تاجيکان، بلکې پښتانه او ازبيک هم وو، خو طالبانو يوازې د تاجک قومي ډلې خلک ووژل او په سپکاوي او ډار سره يې کډې کولو ته مجبور کړل.»

  • د ملکي خلکو او عامه تاسيساتو اړوند توکو ويجاړول، چور او لوټل

ټول‌ګټي تاسيسات او د ملکي وګړو مالونه بايد په لوی لاس ويجاړ او چور نه شي. نړيوالو بشرپالو حقوقو له داسې چلند څخه په ډډه کولو ټينګار کړی دی او ښکېل لوري يې عامه شتمنيو او د ملکي وګړو مالونو ته په زيان نه رسولو مکلف کړي دي.

له دې سره سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د څارنو پايلې ښيي چې په هېواد کې په روانو وسله‌والو جګړو کې ملکي وګړو ته زيانونه اوښتي دي او مالونه يې د طالبانو له خوا په لوی لاس ويجاړ شوي يا چور شوي دي.

د دایکنډي د پاتو ولسوالي د سرتګاب کلي يوه بېځایه شوي د کمېسيون څارونکو ته ويلي دي: «کله چې طالبانو سرتګاب سقوط او تر خپل واک لاندې کړ؛ نو د خلکو کورونه او کښتونه يې وسوځول. هغوی د اوسېدو ۱۳ کلاوو ته چاودنې ورکړې، حاصلات يې وسوځول او زموږ د دکانونو مالونه يې چور کړل، خلک سيمې ته د بيا تګ هيله نه لري او له دولت څخه همکاري غواړي.»

پر دې سربېره طالبانو د هرات په اسلام کلا کې پر انټرنيټي سايټ بريد کړی دی او په دې مرکز کې شته وسايل يې لوټ کړي دي.

د يوه دولتي شرکت يوه لوړ‌پوړي غړي د کمېسيون له څارونکو سره په خبرو کې ويلي دي چې د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۱۲مه د طالبانو د ډلې غړو د دې مرکز انټرنيټي وسايل، چې ۲۴۰۰۰بطرۍ هم په کې وې، لوټ کړي دي.

همدارنګه د طالبانو ډلې د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۱۵مه د روزنک د وسپني پټلۍ د تمځي وسايل ويجاړ کړل. د اوسپني پټلۍ دا تمځی په غوريان ولسوالي کې د هرات – اسلام کلا سړک پر غاړه دي.

  1. پر ملکي اهدافو بريدونه

د ملکي او نظامي اهدافو او ملکي او نظامي وګړو ترمنځ توپير او تفکيک د نړيوالو بشرپالو حقوقو مهم اصل دی، چې پر بنسټ يې بايد د شخړې هيڅ لوری داسې ړانده او بې هدفه بريدونه و نه کړي چې ملکي وګړو او ټول‌ګټو بنسټونو ته يې زيان ورسېږي.

د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۱۷مه د فارياب ولایت د پښتونکوټ ولسوالي د پشه خاني کلي څلور ملکي وګړي ټپيان شول. د ټپيانو يوه خپلوان د کمېسيون څارونکو ته وويل: « د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۱۷مه سهار ۴ بجې خلک د لمانځه لپاره مسجد ته تلل، وسله والو طالبانو د هوايي بريد له وېرې مسجد ته پناه وړې وه، چې په دې وخت کې امنيتي ځواکونو بمبار وکړ او ۴ لمونځ کوونکي پکې ټپيان شول.»

د فارياب د ولايتي شورا يوه غړي د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون ته ويلي دي‎: « تېره اوونۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه رسېدلي دي. د فارياب د اندخوي ولسوالي په خانقاه کلي کې په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۹مه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالي په صلوات کلي کې په هوايي بريد کې د یوې کورنۍ ۱۱ او د بلې ۶ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي چې په دې کې ۶ ماشومان او ۲ ښځې وژل شوې دي او يوه ښځه او ۷ ماشومان پکې ټپيان شوي دي.»

ب) د خلکو پر ازاديو محدوديت لګول او د بشر حقونو د وضعيت لا خرابېدل

په هېواد کې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره د چنګاښ په لومړيو ۱۵ ورځو کې د بشر حقونو وضعيت له ډېرو ننګونو او اندېښنو سره مخامخ شوی دی. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د موندنو پر بنسټ، په ځينو ولايتونو کې اساسي حقونو او ازاديو ته د خلکو لاسرسی لا محدود شوی دی. د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو پراخ بېځایه کېدل، روغتيايي خدماتو ته محدود لاسرسی او د بېوزلي او اقتصادي ستونزو د کچې لوړوالی د بشر حقونو د وضعيت د خرابېدو مهم موارد دي.

  1. د ښځو د اساسي ازاديو محدودل

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د موندنو پر بنسټ، په ځينو ولايتونو لکه فارياب، بدخشان او تخار کې طالبانو د ولسوالیو تر نيولو وروسته پر ښځو داسې محدوديتونه لګولي دي چې له بشر حقونو او د هېواد له نافذه قوانينو سره په ټکر کې دي، لکه له حجاب او شرعي محرم پرته له کورونو پر وتلو بنديز، د نجونو د ښوونځيو او مختلطو ښوونځيو بندول، له محرم پرته ښځو ته د روغتيايي خدماتو پر وړاندې کولو بنديز، د ټلويزيون په کتلو بنديز، د لنګۍ تړلو او د ږيرې پرېښوولو ته د زده کوونکو او ښوونکو مجبورول، هغه محدوديتونه دي چې خلک يې له جدي اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

د فارياب د شيرين تګاب ولسوالي يوه اوسېدونکي په دې اړه د کمېسيون څارونکو ته داسې ويلي دي: «تر هغه وروسته چې طالبانو د شیرين تګاب ولسوالي بشپړه سقوط کړه، د دې ډلې غړو پر ښځو ځينې محدوديتونه لګولي دي او ټول ډاکتران، رکشا چلوونکي او دکانداران يې ګواښلي دي چې له بې محرمه ښځو سره د همکاري په صورت کې به مجازات شي.»

پر دې سربېره طالبانو په کشم،‌ بهارک، جرم، ارګو، خاش، شغنان او اشکاشم ولسواليو کې ليکونه خپاره کړي او له ښځو يې غوښتني دي چې له شرعي محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نه لري. ځوانان بايد ږيرې پرېږدي او د جماعت لمانځه ته حاضر شي. دې ډلې مسجدونو ته ليکونه لېږلي دي او له خلکو يې غوښتي دي چې هغه کورنۍ چې دوه يا درې زامن لري، يو دې د طالبانو په ليکو کې شامل کړي او خلک مکلف دي چې خپل عشر او زکات ژر تر ژره طالبانو ته ورکړي.

  1. د بېځایه کېدو د کچې لوړېدل

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د موندنو پر بنسټ، په تېرو ۱۵ ورځو کې د جګړې او تاوتريخوالي په پايله کې له بېلابېلو ولسواليو څخه ۷۸۹۱۱ کورنۍ، د ولايتونو مرکزونو او نسبتاً امنو سيمو ته کډوالې شوې دي.

د دې کورنيو له ډلې څخه له ځينو سره دولتي او نادولتي موسسسو مرستې کړې دي او خوراکي توکي يې ترلاسه کړي دي، خو ډېرې يې له ناوړه وضعيت سره مخامخ دي. له دې سره سره، د کرونا ويروس خپرېدو، روغتيايي خدماتو ته محدود لاسرسي او د استوګنځي او لومړنيو امکاناتو نشتوالي، په داسې حال کې چې هوا هم سخت توده ده، د بې ځایه شويو ژوند له سختيو او کړاوونو سره مخ کړی دی.

  1. هدفي وژنې

په ځينو ولايتونو لکه کندهار، هرات او ننګرهار کې هدفي وژنې، چي قومي مخور، ديني عالمان، د دولتي ادارو کارکوونکي، ژورناليستان، د بشر حقونو مدافعان او په دې وروستيو کې ځينې ښځې په کې قرباني شوې دي، لا هم روانې دي.

همدارنګه د چنګاښ په لومړيو ۱۵ ورځو کې يوازې په کندهار کې په هدفي بريدونو کې ۳۳ تنه وژل شوي او ۲ تنه ټپيان شوي دي. په دې بريدونو کې ۳۱ نارينه او ۲ ښځې وژل شوې دي او يو نارينه او يوه ښځه ټپيان شوي دي. د دې پېښو عاملان مشخص نه دي او وژل شوي کسان ټول ملکيان دي.

  1. د جګړې د دوام له امله د بشر حقونو پر وضعيت نورې ناوړه اغېزې او ننګونې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې په هېواد کې د جګړې او تاوتريخوالي دوام د بشر حقونو د وضعيت پر بېلابېلو اړخونو سيوری غوړولی دی او ډېرې ستونزې او ننګونې يې رامنځته کړې دي.

لکه څنګه چې په تېرو ۱۵ ورځو کې اساسي حقونو او ازاديو، لکه د تګ راتګ او د استوګنځي د ازاد انتخاب حق، روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي حق، د کار حق، د ښوونې او روزنې حق او د ژوند له مناسبې کچې د برخمن کېدو حق ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د دې راپور په پای کې ياد شوي کميسیون ليکلي چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د ښکېلو لوريو پر قانوني مکلفيتونو ټينګار کوي او د نړيوالو بشرپالو حقوقو او د بشر حقونو ارزښتونو په  رعایت سره، د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو له ډلې په ټينګار سره غواړي چې د نېکمرغه لوی اختر په درناوي سراسري اوربند اعلان کړي او تاوتريخوالی بند کړي.

خو بايد وويل شي چې د پورتنيو څرګندولو په اړه تراوسه پورې نه حکومت او نه هم طالبانو نظر ورکړی دی.

Visits: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.