ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رویټرز آژانس هندي خبریال او عکاس دانش صدیقي په سپین بولدک کې وژل شوی

د رویټرز آژانس هندي خبریال او عکاس دانش صدیقي په سپین بولدک کې وژل شوی

author avatar
16 Jul 2021 - 14:23
د رویټرز آژانس هندي خبریال او عکاس دانش صدیقي په سپین بولدک کې وژل شوی
author avatar
16 Jul 2021 - 14:23

کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰): خبریال او عکاس دانش صدیقي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د بیا نیولو د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

نوموړي د رویټرز نړیوال اژانس سره د فوټو ژورنالیست په توګه کار کاوه او کندهار ته د جګړې او عملیاتو د خبري پوښښ لپاره راغلی و.

یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، دانش صدیقي له امنیتي ځواکونو سره مل و او نن سهار د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال وژل شوی، چېرې چې امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پيل کړي دي.

د دې پېښې په خپرو شوو عکسونو کې د دانش صدیقي جسد د دوو امنیتي سرتېرو له جسدونو سره یو ځای لیدل کېږي چې په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

په کابل کی د رویټر دفتر هم د نوموړي ژورناليست وژل کېدل تایید کړي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د رویټرز اژانس فوټو ژورنالیست دانش صدیقي نن سهار اته بجې د سپین بولدک ولسوالۍ په څلورلارې کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه، نوموړی داسې مهال د طالبانو له خوا وژل شوی چې په سیمه کې د عملیاتو په خبري پوښښ بوخت و.

دی وايي، تر اوسه د وژل شوي خبریال جسد کندهار ښار ته نه دی راوړل شوی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن صادق عیسی هم له پژواک سره په خبرو کې وویل چې دوی هم له دې پېښې خبر شوي او د لا ډېرو معلوماتو په لټه دي.

له بلې خوا د ازادو د رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) د افغانستان له حکومته غوښتي چې د دې عکاس د وژنې مسئله وڅېړي او پايلې يې په ډاګه کړي.

دغه مطلب د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی او زياته کړې يې ده چې د څېړنو په پايله کې بايد معلومه شي چې دغه پېښه د جګړې د کوم لوري له خوا شوې ده، ترڅو وژونکی يې وپېژندل شي او محاکمه شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.