ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېره يوه شپه ورځ کې ۴۹ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي

په تېره يوه شپه ورځ کې ۴۹ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي

author avatar
16 Jul 2021 - 14:25
په تېره يوه شپه ورځ کې ۴۹ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي
author avatar
16 Jul 2021 - 14:25

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲۲ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او ۴۹ نور یې له امله مړه او ۷۱۷ کسان بیا بېرته له دغې ناروغۍ روغ شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳۲۲۶ کسانو د کرونا معاینه وشوه چې د  ۱۱۲۲ کسانو پایله مثبت وه.

سرچینه وایي، له دغې شمېرې سره په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۰۲۲۴ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپاره شوي جدول کې د ولایتونو پېښې په جلا ډول نه دي یادې شوي.

د سرچینې په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱۷ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي او له یادې ناروغۍ څخه د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۸۶۹۶۳ ته ورسېد.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۹ کسان د کرونا له امله مړه شوي او د دغې ناروغۍ له پیله تراوسه پورې ۶۰۹۸ کسان په هېواد کې د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز د خپرو شوو راپورونو په اساس، تراوسه په ټوله نړۍ کې ۱۸۷ میلیون کسان په کرونا اخته او له څلور میلیونو څخه زیات یې له امله مړه شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.