Language

” افغانان هغه سوله مني چې  د مذاکراتو او ټول شمول سیاسي مشارکت له لارې راغلې وي”

کابل ( پژواک ۱ زمری ۱۴۰۰) د افغانستان اسلامی جمهوری دولت مذاکراتي ټیم وایی،   د تل پاتې سولې او ثبات راوستلو ته ژمن او باورمند دی.

ددغه ټیم لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه سوله چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او ټول شمول سیاسي مشارکت په ترڅ کې لاسته راغلې وي، افغانستان مسلمان ولس ته د منلو وړ وي.

سرچینې زیاته کړې “، جګړې او وینې تویولو ته د پای ټکی کېږدي، او زمونږ د رنځ زپلي ملت د وحدت او یو موټي کېدو لامل وګرځي.”

ددولت مذاکراتي ټیم داڅرګندونې په داسې حال کې کړې چې د طالبانو غړي سهیل شاهین په تازه مرکه کې ویلي چې د ولسمشر غنی له استعفی پرته سوله نه راځي.

بلخوا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مسئول وحید عمر په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د طالبانو د څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې د حکومت تر بدلولو مخکې باید «وحشت» بند شي.

هغه لیکلي: «د افغانستان خلک لومړی د اوسني وحشت بندول غواړي. تاسو جنګ بند کړئ، د خبرو میز ته ستانه شئ ترڅو په ټولو موضوعاتو باندې خبرې وکړو. د حکومت بدلون د کار تر ټولو اسانه برخه ده. زمونږ خلک په یوه ورځ کې رایه ورکوي او نوی حکومت ټاکي.»