کابل ( پژواک ۳زمری ۱۴۰۰) د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او یو شمیر غړو د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره د سولې مذاکراتو، پرمختګونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي لخوا په یوه.خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي په افغانستان کې د سیاسي اجماع پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ وویل, چې په افغانستان کې د سولې په اړه د نړیوالې او سیمه ائیزې اجماع او د نړیوالې ټولنې يو غږ کېدل; ددې پروسې د تاثيرګزارو فکټورنو څخه دي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ, چې د نړیوالې ټولنې ډله ئیز ملاتړ او د افغانستان د سولې لپاره د دوی ګډ دریځ او واحد روايت به دغه پروسه د حرکت په لوري يوسي.
د مذاکره کوونکي پلاوي رئيس وویل, چې په هیواد کې روان تاوتریخوالي او جګړې ته په پام او د افغانستان د خلکو د غوښتنې سره سم بايد د سولې مذاکرات ګړندي شي.
هغه زیاته یې کړه, چې د دواړو لورو تر منځ د یوه همکار او منځګړي شتون به د دغې مذاکراتو د پرمختګ سبب وګرځي.
ده ټینګار وکړ, چې دواړه خواوې بايد نتيجه ورکوونکو مذاکراتو لپاره د اغیزمنو میکانیزمونو په کارولو سره له شته فرصتونو څخه کار واخلي.د دې پلاوي رئيس د سوکاله او هوسا افغانستان او ګډ سیاسي راتلونکي لپاره د دواړو خواو پر ګډو هڅو او انعطاف ټینګار وکړ.
د مذاکره کوونکي پلاوي رئيس، قطر ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړ پوړو چارواکو د سفر په اړه هم وویل, چې دغه سفر په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د افغانستان سیاسي مشرتابه قوي اراده څرګندوي.
Visits: 260
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن