ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: په هلمند کې پر ملکي روغتون بمبار شوى

سرچينې: په هلمند کې پر ملکي روغتون بمبار شوى

author avatar
25 Jul 2021 - 16:46
سرچينې: په هلمند کې پر ملکي روغتون بمبار شوى
author avatar
25 Jul 2021 - 16:46

لښکرګاه (پژواک، ٣ زمرى ١٤٠٠): حکومتي سرچينې وايي چې د هوايي ځواکونو په بريد کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د روغتون يوه برخه ويجاړه شوې او دوه کسان په کې ټپيان شوي دي.

په هلمند کې يوې حکومتي سرچينې د زمري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې پر ملکي روغتون بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د روغتون ځينې برخې ويجاړې شوي او درې موټر هم له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د ياد روغتون آمر ډاکټر محمد بارک د دغه بريد په اړه باران موسسې ته يو مکتوب استولى چې يوه کاپي پژواک ته هم رسېدلې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي، پر روغتون هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې د روغتون جومات، د بېړنيو ناروغانو خونه او درې موټر له منځه تللي دي.

د سرچينې په حواله، په دغه بريد کې دوه ناروغان هم برسېرن ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان پژواک ته وويل چې په دې اړه معلومات کوي او بيا يې له پژواک سره شريکوي.

خو بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ امريکايي ځواکونو نهه ځله د B52 . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.