ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر:  راتلونکي یوه میاشت کې به ټول معاشات الکترونیکي شي

ولسمشر: راتلونکي یوه میاشت کې به ټول معاشات الکترونیکي شي

author avatar
27 Jul 2021 - 21:39
ولسمشر:  راتلونکي یوه میاشت کې به ټول معاشات الکترونیکي شي
author avatar
27 Jul 2021 - 21:39

کابل( پژواک ۵ زمری ۱۴۰۰) ولسمشر  محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان فدراسیون او سوداګرۍ خونو له یو شمېر استازو سره ناسته کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

ارګ وایی، په دغه ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د غونډې د اهدافو او د افغانستان د سوداګر ۍ او پانګونې خونو فدراسیون مرستیال په خصوصي سکتور کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ولسمشر د دوی د خبرو له اورېدو وروسته خصوصي سکتور د دولت مهم شریک وباله وې ویل، له خصوصي سکتور ملاتړ د دولت لومړیتوب دی.

هغه زیاته کړه، مرکزي بانک مطلق الکترونیک شو او د لومړي ځل لپاره به مامورینو ته د مسکن جوړولو په خاطر پور ورکړي، دغه راز نن د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې سیستم امتحان شو او په راتلونکي یوه میاشت کې به ټول معاشات الکترونیکي شي.

ده  وویل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت بایدله خصوصي سکتور سره ګډ کار وکړي تر څو ظرفیتونه واضح شي.

هغه زیاته کړه مالیې وزارت کې تغییرات راځي، له دې وروسته به مو حوالې په درې ساعتونو کې اجرا کېږي، دغه راز به د تعرفې په برخه کې ګډ کار وکړو، تر څو تعرفه هم کمپیوټري شي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل :”زه د بازار استحکام غواړم، یو ځانګړی پلاوی دی د بازار پر استحکام کار وکړي، ترڅو د بازار غوښتنه او تقاضا معلومه او ستونزې په اساسي توګه حل شي.”

Visits: 1190

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.