ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله امریکا ته ورسیده

دامریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله امریکا ته ورسیده

author avatar
30 Jul 2021 - 19:21
دامریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ژباړونکو لومړۍ ډله امریکا ته ورسیده
author avatar
30 Jul 2021 - 19:21

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۰) : له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر کې له دې ځواکونو سره د افغان ژباړنو او همکارانو لومړنۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره امریکا ته ورسېده.

د امریکا سرچینې وایي، چې  دې ډله کې دوه نیم زره کسان دي او د کډوالۍ ځانګړې ویزې ترلاسولو او طبي معاینو تر بشپړولو به د ویرجینیا په فورټ لي پوځي اډه کې استوګن وي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا هغه کسان دي چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت ادارو له څېړنې وروسته مخامخ امریکا ته د سفر حق ورکړل شوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، دغه کسان به د ورجینیا ایالت پورټ لي سیمه کې له طبي ازموینو او د ویزې پاتې بهیر له بشپړولو وروسته د امریکا په متحدو ایالتونو کې ‘خپل نوی ژوند پیل کړي. ‘

په اعلامیه کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن له قوله ویل شوي: ”زه د هغو ټولو ویاړلو امریکايي پوځیانو او هغو ټولو امریکایانو ستاینه کوم چې د دې زړورو افغانانو لپاره یې پرلپسې غږ پورته کړ، چې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د دوی تر څنګ وو معمولاً د ژباړنو په توګه له دوی سره همکاري درلوده. ”

په اعلامیه کې د ولسمشر بایډن له قوله ویل شوي: ”زه غواړم له دې زړورو افغانانو مننه وکړم چې د امریکا تر څنګ ودرېدل او نن ویاړم چې دوی ته ووایم، کور ته ښه راغلاست. ”

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست روس ویلسون پخپل فیسبوک کې لیکلي، چې پرون د افغان ژباړونکي لومړۍ ډله امریکا ته روانه شوه.

هغه زیاته کړې چې له تیر یو کال راهیسې دوی پنځو زرو کسانو سره مرکې کړې د یوشمیر کارونه یې بشپړ شوي او پرون امریکا ته روان شول.

پنټګان یا د امریکا دفاع وزارت وېرېده چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان کې دوی د طالبانو یا نورو وسلوالو ډلو له غچ سره مخ شي.

د کډوالۍ ځانګړې ویزه چې په اېس ای وي مشهوره ده، له ۲۰۰۹ کال راهیسې پیل شوې او هغو کسانو ته امریکا کې د استوګنې هڅې چټکوي چې افغانستان کې یې د امریکا حکومت یا د دغه هېواد په مشرۍ ځواکونو سره کار کړی وي.

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.