ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شپږو میاشتو کې له ۳۰ ولایتونو ۶۲۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

په شپږو میاشتو کې له ۳۰ ولایتونو ۶۲۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

author avatar
4 Aug 2021 - 10:36
په شپږو میاشتو کې له ۳۰ ولایتونو ۶۲۴۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي
author avatar
4 Aug 2021 - 10:36

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): د افغانستان د بشري حقونو تازه راپور ښیي چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د جګړو د ډېروالي له امله له ۳۰ ولایتونو ۶۲۴۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي چې ۳۷ سلنه یې له ننګرهار ولایته دي.

کمېسیون پر دې سربېره چې بېځایه شوو ته د رسېدنې غوښتنه کوي، زیاته کړې ده چې ۶۸ سلنه یاد خلک د جګړو او وسله والو د تاوتریخوالي له امله بېځایه شوي دي.

سرچینې له افغان دولت، طالبانو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د عدالت پر بنسټ د سولې پروسې ملاتړ او پیاوړتیا، اوربند رامنځته کولو جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبري کنفرانس کې د بېځایه شوو د بشري حقونو وضعیت په اړه خپل څېړنیز راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې یاد معلومات د پوښتنپاڼو (میداني) او کتابخانه یي څېړنو له لارې ترلاسه شوي دي. سرچینې لیکلي چې په میداني څېړنه کې په ۱۹ ولایتونو کې له ۲۹۰۳ بېځایه شوې کورنۍ په ناڅاپي ډول انتخاب او پوښتنپاڼې یې ډکې کړې دي او له  ۲۹۰۳ هغو کسانو چې پوښتنپاڼې یې ډکې کړې، ۱۵۹۹ کسان (۵۵.۱٪) سلنه سړي او ۱۳۰۴ کسان (۴۴.۹٪) سلنه ښځې دي چې دغه کسان د هېواد له ۳۰ ولایتونو یادو ۱۹ ولایتونو ته بېځایه شوي وو.

د وضعیت څېړل

د بشري حقونو کمېسیون په راپور کې راغلي چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري خپرې شوې شمېرې ښیي چې په دوو وروستیو کلونو کې په ټول هېواد کې د دولت د مخالفو ډلو د تاوتریخوالي او ناامنیو له امله شاوخوا پنځه میلیونه کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

د راپور له مخې، په وروستیو شپږو میاشتو کې ۶۲زره او ۵۸۰ کورنۍ بېځایه شوې چې ۳۲زره او ۲۸۴ یې یوازې په یوه میاشت کې (د غبرګولي له ۱۷مې د چنګاښ تر ۱۷مې) د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د جګړې او تاوتریخوالي له امله بېځایه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ته د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د ۲۰۹ کورنیو په ګډون چې د هرې کورنۍ اوسط ۶ کسان په نظر کې نیول شوي، د داخلي بېځایه شوو شمېر یو میلیون او ۲۵۸زره او ۵۵۲ کسانو ته رسېږي.

د ۱۳۹۴ او روان کال د شمېرو پرتله چې د پېښو په چارو کې د دولت وزارت له لوري خپرې شوې، ښیي چې د داخلي بېځایه شوو شمېر ۷۴.۸ سلنه لوړ شوی دی.

دغه راز په ۱۴۰۰ کال کې د بېځایه شوو بشري حقونو په اړه د بشری حقونو کمېسیون څارنه ښيي چې ۱۵۸زره او ۳۹۲ کورنۍ د ۱۴۰۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو او د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې، د جګړې او ناامنیو له امله بېځایه شوي دي.

د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د کورنیو د غړو شمېر ۶ کسان په پام کې ونیول شي، یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بېځایه شوو کورنیو شمېر ۹۵۰زره او ۳۵۲ کسانو ته رسېږي.

سرچینې لیکلي چې ننګرهار ولایت له بېځایه شوو ۲۲۷۹۰ کورنیو سره د جدول په سر او اروزګان له بېځایه شوو ۱۰۰ کورنیو سره د جدول په پای کې ځای لري.

کمېسیون دغه راز ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲زره او ۲۸۴ کورنۍ بېځایه شوې دي.

د داخلي بېځای کېدو لاملونه

د بشري حقونو کمېسیون موندنو ښودلې چې له ۲۹۰۳ پوښتل شوو کسانو ۱۹۷۷ (۶۸.۱ سلنه) کسان د جګړې او تاوتریخوالي، ۳۴۷ (۱۲سلنه) کسان د سیمې له خلکو سره د دولت د مخالفو وسله والو له چلنده د ګواښونو، ۲۱۲ ((۷.۳سلنه) کسان د بېکارۍ او عوایدو نه لرلو، ۱۵۲ (۵.۲سلنه) کسان د بېوزلۍ، ۶۹ (۲.۴سلنه) پر سیمه د دولت د مخالفو وسله والو د حاکمیت او د ښوونځي او روغتون د نه شتون، ۵۸ (۱.۱سلنه) کسان په سیمه کې د زده کړو نه شتون داخلي بېځایه شوو د خپلې بېځای کېدنې لاملونه بللي او له دې ډلې د ۱۲ (۰.۴سلنه) کسانو ځوابونه په پوښتنپاڼه کې نه دي روښانه شوي.

د بېځایه کېدو موده You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.