ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال ووژل شو

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال ووژل شو

author avatar
6 Aug 2021 - 15:00
د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال ووژل شو
author avatar
6 Aug 2021 - 15:00

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۰) : د ولسمشر پخوانی ویاند او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال په کابل ښار کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د زمري په ۱۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر مینه پال ډزې کړې او وژلی یې دی.

هغه زیاته کړه، بریدګر تښتېدلي او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

عیني شاهدان وایي چې هغه د دارالامان پر سړک د عثمان غني په جومات کې د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره روان و، چې پر ډزو وژل شوی دی.

ناتایید شوي راپورونه وایي چې په دغه پېښه کې دوه نور کسان هم ټپیان شوي، خو د هغوی هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مینه پال د وژلو مسوولیت منلی دی.

دوا خان مینه پال چې د زابل ولایت اوسېدونکی و، څو کاله یې د ژورنالېست په توګه له ازادۍ راډیو سره دنده ترسره کړې وه.

هغه بیا د ولسمشر د مرستیال ویاند او بیا څه موده د ولسمشر د سرپرست ویاند په توګه دنده ترسره کوله، خو څو میاشتې مخکې د حکومت د رسنیو د مرکز د رییس په توګه وټاکل شو.

Visits: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.