Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طالبانو د بلخ پر دهدادي ولسوالۍ او شاهین قول اردو ۱۱ هاوانونه توغولي

مزارشريف (پژواک، ١٦ زمرى ١٤٠٠): سیمه ییزې سرچینې وایي چې نن سهار طالبانو د بلخ ولایت پر دهدادي ولسوالۍ او د شاهین قول اردو پر قوماندانۍ لږ تر لږه ۱۱ هاوانونه توغولي دي.

د شاهین قول اردو یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د هاوان مرمۍ توغولو له امله قول اردو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د سرچینې په وینا، د طالبانو له خوا ویشتل شوي هاوانونه پر هدف نه دي لګېدلي.

د دهداي ولسوالۍ اوسېدونکي رحیم الله پژواک ته وویل چې ځیني هاوانونه د دې ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو لګېدلي دي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه یوازې د دوو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورته رسېدلی دی.

دولتي چارواکو او طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.