کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت او طبي پوهان د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د شلغم ګټورتوب ردوي خو د بدن د تقویې لپاره یې ښه بولي، وايي چې دغه سبزي تر اوسه د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره نه دي توصیه شوي.
اوازې:
د «اقتصاد نیوز» په نوم فېسبوک پاڼې د «د کرونا په مخنیوي کې د شلغم معجزه» په نوم مطلب خپور کړی دی. په یاده پاڼه کې راغلي: “شلغم کې شته ویټامین c د کرونا په اپیډمي دوره کې د بدن تقویې لپاره ډېر مهم رول لري.”
د یاد مطلب په دوام کې راغلي: “شلغم کې شته ویټامین c د انتي اکسیدان لرونکو مواردو او د کرونا ویروس په اپیدمي شرایطو کې د بدن د ایمني سیستم د تقویې عامل شمېرل کېږي.”

د «سامانه پاسخگويي» په نوم بل سایټ د «کرونا ناروغۍ په ورځو کې د شلغم په وسیله د ایمني سیستم تقویه» په نوم مطلب خپور کړی دی. په دغه مطلب کې راغلي، شلغم ګټور سابه دي چې د لوړو معدني موادو لرلو له امله د ډېرو ناروغیو په درملنه او مخنیوي کې اغېز لري.
دغه راز په ایران کې یوه دیني عالم له یوه ټلویزیون سره مرکه کې ویلي چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د شغلم شیره له شاتو سره مخلوط او استفاده ترې وکړئ.
هغه وړاندیز کړی چې د بخار په دیګ کې پاخه شوي شلغم له شاتو سره مخلوط کړئ او پر یو وخت د دغه دوو انټي ویروسونو څخه استفاده کرونا له منځه وړي.
دغه ویډیو د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو هم خپره کړې ده.
ځینو هېوادوالو هم له شلغمو استفاده د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ګټوره بللې او هغه یې د کرونا درمل یاد کړي.
د کابل ښار اوسېدونکي ضمیر پژواک ته وویل چې کابل کې د کرونا ناروغۍ په درېیمه څپه کې یې ډېری دوستان او خپلوان پر دې ناروغۍ اخته شول، خو د کورنۍ هيڅ غړی یې پر دې ناروغۍ اخته نه شو.
نوموړي پر کرونا د ده د کورنۍ د غړو نه اخته کېدل له سبو په ځانګړې توګه شلغمو څخه استفاده وبلله او وویل، هره ورځ یې شلغم استفاده کوله چې له امله یې د نوموړي د کورنۍ هيڅ غړی پر کرونا نه دی اخته شوی.
حقیقت موندنه:
د رواني او عصبي ناروغیو متخصص او د افغانستان د رواني او عصبي متخصصینو د ټولنې رییس پژواک ته وویل، په دې اړه خپاره شوي مطالب چې ګواکې شلغم د کرونا ناروغۍ په مخنیوي او درملنه کې ګټوره ده، علمي اساس نه لري.

هغه زیاته کړه چې سابه او مېوې د بدن د تقویې لپاره ګټور دي، خو د کرونا ویروس مخه نه نیسي.
نوموړي د دې په روښانولو چې کرونا یو ویروس دی، وویل، سابه او مېوې د انسان د بدن لپاره ګټور دي او د بدن مقاومت لوړوي، خو ویروس له منځه نه شي وړای.
د افغان- جاپان روغتون د جدي مراقبتونو یا (ICU)برخې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي هم یاد مطلب اوازه وبلله او ویې ویل، تر اوسه په دې اړه هيڅ علمي څېړنه نه ده ترسره شوې.
هغه سابه او مېوې د بدن لپاره ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې پرکرونا د اغېزناکتوب په اړه یې تر اوسه کومه څېړنه نه ده شوې.
د طبي پوهانو په خبره، هغه درمل او واکسینونه چې د روغتیا نړیوال سازمان بنسټونو نه دي تایید کړي، نه شي کولای د کرونا ناروغۍ درمل یاد کړو.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر میروس عليزي پژواک ته وویل چې تر اوسه هيڅ روغتیايي بنسټ د کرونا ناروغۍ د درملنې یا مخنیوي لپاره د شلغمو سپارښتنه نه ده کړې او علمي اساس هم نه لري، د دغه مطلب خپرېدل یوه اوازه ده.
ادعا: د مجازي پاڼو ځینو کاروونکو او یو شمېر هېوادوالو په داسې حال کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د شلغمو د ګټورتوب په اړه تبلیغ کوي چې روغتیايي متخصصین دغه موضوع نه تاییدوي.
حکم: د کرونا د مخنیوي او درملنې لپاره له شلغمو د استفادې ګټورتوب نه تایید شوې ادعا ده.
دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.