کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): تېره ورځ د کابل ښار په ځینو سیمو کې غلاوې او چور شوی، خو طالبانو- وروسته له هغه چې کابل ښار ته ننوتلي- په دې تړاو یې ځینې کسان نیولي او اوس خلک تر ډېره له امنیتي پلوه ډاډمن شوي دي.
طالبانو وروسته له هغه چې له پنجشېر پرته یې نور ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل او تېره ورځ د کابل دروازو ته ورسېدل، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې کابل ښار ته په زور نه ننوځي او له مقابل لوري (مخکني حکومت) سره یې خبرې روانې دي، څو په سوله ییزه توګه واک ولېږدول شي.
خو وروسته له هغه چې د ښار په ځینو سیمو کې خلکو په چور لاس پورې کړ، طالبانو بله اعلامیه خپره کړه، ویې ویل چې په کابل ښار کې حوزې تخلیه شوي او پولیسو د امنيت ساتلو دنده پرېيښې ده، نو د دې لپاره چې د چور او تالان مخه ونيول شي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د کابل ځينو هغو سیمو ته دننه شي، چې پولیس او نور ځواکونه ترې وتلي دي.
وروسته طالبان کابل ته ننوتل او د هېواد پلازمېنه یې ونیوه.
<strong>غلا او چور او په تړاو یې د ځینو کسانو نیول کېدل</strong>
په ټولنیزو رسنیو که یوه ويډيو لاس په لاس کیږي چې ښیي د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند ارزان قیمت سیمه کې تېره شپه یوه روغتون ته غله ننوتلي او له ډلې یې دوه کسان نیول شوي دي.
<img class="wp-image-414341 alignleft" src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2021/08/طالبان-1.png" alt="" width="315" height="174" />
د دغه روغتون یو ډاکټر په دغه ویډیو کې وایي:«چهارراهي کې ډزې شوې، څلور کسان روغتون ته راننوتل او ټپيان یې له ځان سره راوړل، داسې بد چلند یې وکړ چې زموږ شک پرې راغی چې دا کسان به د امارت اسلامي کسان نه وي، وروسته له هغه یې له روغتون څخه پیسې چور کړې نور کسان یې وتښتېدل یو کس یې موږ ونیوه.»
دی وایي، چې له دغو غلو سره د ملي اردو ټوپک او د طالبانو بیرغونه وو.
هغه په داسې حال کې چې د غلا په تور یو نیول شوی کس او څو تنه طالبان هم یې تر څنګ په ویډیو کې ښکاري، وایي چې وروسته د دغو غلو له ډلې یو کس طالبانو له روغتون څخه بهر نیولی دی.
په ویډیو کې ښکاري چې یوتن طالب د غلا په تور نیول شوي تن ته ګوته نیسي، وایي: «دا ټول غله او لنډغر دي چې شل کاله یې غلا کړې ده او کله به چې ونیول شول په مخ به یې خړه پرده واچول شوه، خو نن هغه ورځ تللې او د ده مخ به ټولو خلکو ته ښکاره شي.»
خو د غلا په تور نیول شوی کس وایي چې ټکسي چلوونکی دی او غلو له ځان سره راوستی و.
هغه وایي چې د غلو کورونه ورته معلوم دي او طالبانو ته یې ور په ګوته کولی شي.<img class=" wp-image-414342 alignleft" src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2021/08/طالبان-2.jpg" alt="" width="146" height="259" />
په ټولنیزو رسنیو کې یوه بله ویډیو هم لاس په لاس کیږي چې یو شمېر وسله وال کسان دوو کورونو ته ننوځي.
یو تن چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وايي یاد کورونه د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند خوشحال خان سیمه کې د ولسي جرګې د دوو غړو دي او وسله والو د هغوی له ساتونکو وسلې، زرې او رینجر موټر وړي دي.
ځینې کسانو پر فیسبوک پاڼو <a href="https://bit.ly/2W22Uv2"><strong>ادعا کړې</strong></a> چې پرون د کابل ښار نهمې حوزې اړوند د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه د خلکو هټۍ او د هوایي ډګر د ځینو دفترونو مالونه چور شوي دي.
یوه بله ویډیو هم لاس په لاس کیږي چې تېره ورځ ځینې وسله وال چې ځانونه د شکردرې ولسوالۍ اړوند طالبان معرفي کوي، د کابل ښار څلورمې ناحیې د پروان سه ښارګوټي کې د کابل د والي یعقوب حیدري کور ته ورغلي، د هغه ساتونکي یې بې وسلې کړي او غواړي د هغه د سپرلۍ دولتي موټر هم بوځي.
همدا راز د څلورمې ناحیې اړوند تایمني پروژې سیمې یوتن اوسېدونکي ذکر الله داودزي پژواک خبري آژانس ته وویل چې نن سهار په یو کرولا ډوله موټر کې څو تنه راغلل او د هغه کور ته څېرمه یې د برېښنایي تذکرو د دفتر قلفونه ماته کړل، کمپیوټرونه او نور وسایل یې ترې یووړل.
دی وایي، چې وروسته له هغه طالبان راغل او یاد کسان یې ونیول.
د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د صنعتي پارکونو سیمې یو اوسېدنکی سید عظیم هم د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې پرون ماښام ناوخته<img class=" wp-image-414343 alignleft" src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2021/08/طالبان-3.jpg" alt="" width="284" height="213" /> یو شمېر وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د ایښودل شوو کانټینرونو مالونه لوټ کړل.
دی وایي:«ظاهراً یاد کسان طالبان نه ښکارېدل، ... په دغه سیمه کې ځینې خلک شته چې مخکې به یې هم کله، کله د خلکو مالونه لوټ کول.»
ده وویل، وروسته له هغه چې دغې سیمې ته طالبان راغلل او هلته یې د ملي امنیت یو ریاست او د پولیسو تعلیمي مرکز ونیول، نور بیا چا غلا او چور نه دی کړی او اوس خلک له امنیتي پلوه تر ډېره ډاډمن شوي دي.
د کابل ښار د ۱۲مې حوزې اړوند د محبس څلور لارې یوتن اوسېدونکي فرهاد کریمي هم وایي، وروسته له هغه چې پرون د پلچرخي له زندانه زندانیان خوشي شول، د سیمې ځینې اوسېدونکي دغه زندان ته ننوتل او ځینې وسایل یې لوټ کړل.
فرهاد کریمي وایي، چې ځینو زندانیانو هم له خلکو سره مرسته کوله ترڅو زندان چور شي.
د ده په وینا، یو شمېر کسانو په دغه ګڼه ګوڼه کې د ځینو خلکو کورونه او هټۍ هم چور کړي دي.
د خیرالله شینواري په نوم یو بل کس هم د جزییاتو له ورکولو پرته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې څو تنه د غلا په تور د کابل ښار لسمې حوزې اړوند<img class=" wp-image-414344 alignleft" src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2021/08/طالبان-4-300x248.png" alt="" width="285" height="236" /> آریا ښارګوټي کې نیول شوي او سزا به ورکړل شي.
د شمشاد تلوېزون یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، چې پرون ماښام د دغه تلوېزیون ودانۍ ته هم یو شمېر وسله وال د طالبانو په نوم ورغلي وو او د دروازو له ساتونکي یې وسلې ټولې کړې دي.
هغه وایي، دوی لومړی فکر کاوه چې یاد کسان طالبان دي، خو وروسته چې په نورو سیمو کې غلاوې وشوې، وپوهېدل چې دغه کسان طالبان نه، بلکې غله وو.
د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه مو د وټس اپ له لارې وپوښتل چې له پرون راهیسې له دوی سره کابل کې د چور او غلاوو څومره پېښې ثبت شوي او څو تنه د غلاوو او چور په تور نیول شوي دي، خو تر اوسه (له غرمې وروسته درې بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.