ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : که د ټولو افغانانو حقوقو ته درناوی ونه شي نوی حکومت به د نړیوالو لخوا منزوي شي

ناټو : که د ټولو افغانانو حقوقو ته درناوی ونه شي نوی حکومت به د نړیوالو لخوا منزوي شي

author avatar
17 Aug 2021 - 22:03
ناټو : که د ټولو افغانانو حقوقو ته درناوی ونه شي نوی حکومت به د نړیوالو لخوا منزوي شي
author avatar
17 Aug 2021 - 22:03

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰) : د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، که د طالبان حکومت کې د ټولو افغانانو بنسټیزو حقوقو ته درناوي ونه شي، دوی به د نړیوالو لخوا منزوي شي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې نن د زمري په ۲۶مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې  د افغانستان په تړاو د ناټو سازمان د غړو هیوادونو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حالات ډیر زیات وخیم دي، کابل سقوط کړی او طالبانو د ټول هیواد کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

سټولټنبرګ وویل چې ناټو اوس مهال له افغانستان څخه د خپلو او متحدینو د کارکوونکو پر خوندي ویستلو ډیر تمرکز کوي.

د هغه په وینا، ناټو اوس مهال د کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي وویل چې ددوی شاوخوا ۸۰۰ ملکي کارکوونکي افغانستان کې پاتې دي او له ننګونو په ډکو حالاتو کې هلته خدمات وړاندې کوي.

هغه له امریکا، بریتانیا او ترکیې مننه وکړه، چې د کابل نړیوال هوایي ډګر امنیت یې خوندي کړی او هلته اوس عملیاتي کارونه بیرته پیل شوي دي.

سټولټنبرګ له طالبانو وغوښتل چې د هغو افغانانو د خوندي وتلو لاره برابره کړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو سرمنشي غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې باید یو ټولشموله حکومت جوړ او په سوله ییزه توګه د واک د لیږد پروسه ترسره شي.

هغه زیاته کړه، هغه حکومت چې د ټولو افغانانو بنستیزو حقوقو ته درناوی ونه لري، ممکن د نړیوالو لخوا منزوي شي.

سټولټنبرګ وویل چې د افغان سیاسي مشرانو د ناکامۍ له امله اوسني حالات رامنځته شوي.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.