ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د عاشورا مراسمو ګډونوال: طالبانو د امنیت د ټینګښت ډاډ راکړی

کابل کې د عاشورا مراسمو ګډونوال: طالبانو د امنیت د ټینګښت ډاډ راکړی

author avatar
18 Aug 2021 - 15:42
کابل کې د عاشورا مراسمو ګډونوال: طالبانو د امنیت د ټینګښت ډاډ راکړی
author avatar
18 Aug 2021 - 15:42

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۰): په کابل کې د عاشورا مراسمو ګډونوال وایي، دغه مراسم سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په ډاډمنه فضا کې لمانځي او د مراسمو د امنیت لپاره یې خپلو کسانو ته وسلې هم نه دي ورکړې؛ ځکه چې طالبانو ورته د امنیت ډاډ ورکړی دی.

سبا (د زمري ۲۸مه او د محرم لسمه) د عاشورا ورځ ده.

د حضرت محمد (ص) لسمی امام حسین (رض) او د هغه ۷۲ یاران د ۶۱ هجري لمریز کال د محرم په لسمه د عراق د کربلا په دښته کې د یزید له خوا شهیدان شول. له همدې امله هر کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د قران کریم ختمونه کوي، خیراتونه وېشي او دغه راز شیعه ګان هم په دې اړه خپل ځانګړي مراسم لري.

د محرم لسمه د دغو مراسمو اصلي ورځ وي. په افغانستان کې ‎هم د شیعه مذهب پیروان د محرم میاشتې له پيلېدو سره د عاشورا مراسمو لمانځنې په موخه پر واټونو ځانګړي بيرغونه لګوي، تورې دروازې جوړوي او لارویانو ته شيدې او شربت وېشي.

په تېرو کلونو کې په کابل کې پر دغو مراسمو وسله وال بریدونه شوي.

د راپورونو له مخې، په ۱۳۸۰ کال کې د کابل ښار په کارته سخي زیارت کې د عاشورا مراسمو پر ماتم ‌کوونکو برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی و.

دغه راز په ۱۳۹۰ کال کې هم په کابل، کندهار او بلخ کې پر دغو مراسمو login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.