ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولایتونو کې ۱۱ کلیوالي شوراګانې ۲.۶ میلیونه افغانۍ پوروړې دي

څلورو ولایتونو کې ۱۱ کلیوالي شوراګانې ۲.۶ میلیونه افغانۍ پوروړې دي

author avatar
20 Aug 2021 - 15:18
څلورو ولایتونو کې ۱۱ کلیوالي شوراګانې ۲.۶ میلیونه افغانۍ پوروړې دي
author avatar
20 Aug 2021 - 15:18

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۰): په غزني، تخار، کابل او پروان کې ۱۱ کلیوالي شوراګانې له یوه تر درېیو کلونو راهیسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څاه ګانو پروژو د پاتې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانۍ پور ورکولو ته نه دي چمتو شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، یادو ۱۱ شوراګانو ته د څاه ګانو کیندلو لپاره ټولې څه باندې ۱۳،۲ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې وې، خو یادې ټولې پیسې پر دغو پروژو نه دي لګېدلي او یوه برخه یې پر شوراګانو پاتې ده چې باید حکومت ته یې سپارلې وای.

یاد وزارت پژواک خبري اژانس ته پر یادو شوراګانو د پاتې پیسو جدول ورکړی دی.

د جدول له مخې، د تخار د رستاق ولسوالۍ قزل کلا شورا ۸۴۷۴۰ افغانۍ، د غزني د جاغوري ولسوالۍ پائین سرعلودال شورا ۸۷۳۰۰ افغانۍ، د غزني د مالستان ولسوالۍ د قاش شورا ۷۰۹۵۰ افغانۍ، د غزني د ناهور ولسوالۍ د جلګه بهادر کهنه ده شورا ۲۶۹۳۹۸ افغانۍ، د غزني د مالستان ولسوالۍ ګردنه شورا ۱۶۳۸۳۵ افغانۍ او د همدې ولسوالۍ دنیابیک شورا ۶۱۸۰۸ افغانۍ او د غزني د مالستان اړوند د خوش خوش شورا ۱۸۸۰۰۰ افغانۍ، د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د ملاعمر کلي شورا ۷۰۱۳۵۶ افغانۍ او د دغه ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ د سیدان تنګي شورا ۵۲۵۷۷۰ افغانۍ، د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ د «دهن قره ګرد» شورا ۲۴۲ افغانۍ او د همدې ولایت د شینواري ولسوالۍ د درازګرد سیمې شورا ۴۴۶۴۹۰ افغانۍ پوروړې دي.

سرچینه وايي، له یادو شوراګانو د پورونو ترلاسه کولو لپاره یې د اړوندو ولایتونو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاستونو ته پرله پسې مکتوبونه استولي، خو بیا هم په شاوخوا درېیو کلونو کې شوراګانې د پورونو سپارلو ته نه دي حاضرې شوې.

پژواک د کابل اړوند د دوو ولسوالیو (خاکجبار او چهاراسیاب) شوراګانو موضوع د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له رییس اول ګل احمدزي سره شریکه کړه.

هغه د ځینو مکتوبونو کاپيانې له پژواک سره شریکې کړې چې له مخې یې  د خاکجبار او چهاراسیاب ولسوالیو ته استول شوي تر څو پر یادو اړوندو شوراګانو پاتې پیسې تر لاسه کړي.

خو ده وویل چې تر اوسه اړوندو ولسوالیو په دې اړه څه نه دي کړي.

خو د پروان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محفوظ الله فکور وویل، هغه شوراګانې چې پیسې ورسره پاتې دي، دعوه کوي چې پیسې یې په پروژو کې لګول شوې دي.

دی وايي، دغه موضوع یې له وزارت سره شریکه کړې او منتظر دی چې وزارت په دې تړاو پرېکړه وکړي.

پژواک هڅه وکړه چې د غزني او تخار شوراګانو په اړه هم د دغو ولایتونو د ریاستونو نظرونه واخلي خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 475

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.