منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه دوه چاودنې شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۹۴ کتنې · تازه شوی

دویم تعقیب- کابل (پژواک ۴ وږی ۱۴۰۰): د کابل ښار د هوايي ډګر ته څېرمه دوه چاودنه شوې دي چې مرګ ژوبله هم لري.

لومړۍ چاودنه نن مازيګر کابو شپږ بجې د حامد کرزي هوايي ډګر د باران په کمپ کې شوې او دويمه تردې يو ساعته وروسته شوې ده.

تر لومړۍ چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پر ټویټر د پیغام په خپرولو سره لومړۍ چاودنه تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هوايي ډګر په شاوخوا کې زرګونه کسان راټول شوي او هڅه کوي چې بهر ته لاړ شي.