ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په څلورو ولایتونو کې ۲۷ رسنیو فعالیت بند کړی

په څلورو ولایتونو کې ۲۷ رسنیو فعالیت بند کړی

author avatar
2 Sep 2021 - 18:05
په څلورو ولایتونو کې ۲۷ رسنیو فعالیت بند کړی
author avatar
2 Sep 2021 - 18:05

کابل:(پژواک، ۱۱ وږی۱۴۰۰): په څلورو ولایتونو کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د سیاسي نظام د بدلون او مالي ستونزو له امله ۲۷ چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو فعالیت بند کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ډېری ولایتونو تر نیولو وروسته د روان کال د زمري په ۲۴ مه کابل ښار هم تر خپل کنټرول لاندې راوست، دغه ښار نظامي حالت غوره کړ او تر څنګ یې ټول دولتي بنسټونه رخصت شول.

پژواک خبري اژانس په کندهار، بلخ، پکتیکا او فراه ولایتونو کې د رسنیو له مسوولینو سره مرکې کړې چې دوی د یو شمېر غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د فعالیت د بندېدو خبره کړې ده.

دوی ناامني، له اسلامي امارت څخه ډار او مالي ستونزې د رسنیو د غیر فعاله کېدو عوامل بللي دي.

نهه ټلوېزیونونه غیر فعال شوي دي

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، کندهار کې دوه، بلخ کې شپږ او فراه کې یو ټلوېزیون غیر فعال شوي دي.

د کندهار پریس کلب مسوول جاوېد تنویر پژواک خبري اژانس ته وویل، د طالبانو تر راتګ وروسته کندهار کې یوازې ملي ټلوېزیون فعالیت کوي، خو هېواد او ژوندون ټلوېزیونونو د مالي ستونزو له امله فعالیت بند کړی دی.

په ورته وخت کې کندهار کې د هېواد راډیو ټلوېزیون کارکوونکي مهتمم صالح پژواک ته وویل، د طالبانو تر حاکمیت وروسته هېواد راډیو ټلوېزیون بند شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د اعلاناتو د نشتون له امله له مالي ستونزو سره مخ شوي او د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې توان یې نه درلود، مجبور شوي چې فعالیت بند کړي.

په ورته مهال بلخ ولایت کې مسوولین وايي چې افغانستان کې د پخواني نظام تر سقوط وروسته په دغه ولایت کې د شپږو ټلوېزیونونو فعالیت بند شوی دی.

په بلخ کې د رسنیو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي د غیر فعاله شوو ټلوېزیونونو د نوم له اخیستو پرته پژواک ته وویل چې د مالي ستونزو له امله شپږو ټلوېزیونونو فعالیت بند کړی دی.

په بلخ کې د پیکان ټلوېزیون مسوول فردین عبیدي پژواک ته وویل: ((موږ د اعلاناتو د نه شتون او مالي ستونزو له امله فعالیت نه شو کولای، او اوس مو خپرونې بندې دي.))

د ده په خبره، د مالي او تخنیکي ستونزو تر حل کېدو وروسته به بېرته فعالیت پیل کړي.

په ورته وخت کې فراه کې یوه خبریال پژوک ته وویل، د طالبانو له خوا د دغه ولایت تر نیولو وروسته د یاد ولایت ملي ټلوېزیون هم بند شوی دی.

هغه وايي، د طالبانو له خوا د یاد ولایت تر سقوط وروسته د ملي ټلوېزیون ټول وسایل نامعلومو کسانو چور کړي دي.

د یاد ټلوېزیون یو مسوول چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، په شدت کار کوي چې د یاد ټلویزیون فعالیت بېرته پیل شي.

په درېیو ولایتونو کې ۱۱ راډیوګانې غیر فعاله شوې دي.

د مسوولینو په خبره، اووه راډیو ګانې کندهار، دوه په بلخ او درې راډیو ګانې پکتیکا ولایت کې غیر فعاله شوې دي.

د کندهار پرېس کلب مسوول تنویر وویل، په دغه ولایت کې د مالي او تخنیکي ستونزو له امله اووه خصوصي راډیوګانې بندې شوې دي.

دغه راز نوموړي وویل، د رسنیو د فعالیت لپاره د مشخصې پالیسۍ د نه موجودیت له امله ځینو راډیوګانو فعالیت بند کړی دی.

سرچینې روښانه کړه چې د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو ویلي چې له دې وروسته رسنیو کې د ښځو غږ او موسیقي خپاره نه کړي.

کندهار کې د هېواد راډیو ټلوېزیون کارکوونکي پژواک ته وویل، د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه ولایت کې د هېواد راډیو فعالیت بند شوی دی.

نوموړي د هېواد راډیو د غیر فعالېدو لامل مالي ستونزې بولي او وايي، د مالي ستونزو له حل کېدو وروسته به بېرته فعالیت پیل کړي.

د ملت غږ راډیو مسوول بسم الله وطندوست وویل، د ښځو غږ او موسیقۍ په اړه د اطلاعات او کلتور ریاست له اعلان وروسته یې فعالیت بند کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((د افغانستان د اسلامي امارت دغه تصمیم د رسنیو د تړل کېدو په مانا دی. تفریح او انټرټېنمنټ د انساني ژوند مهمه برخه ده، خلک غواړي پر خبرونو، دیني او ټولنیزو پروګرامونو سربېره تفریحي خپرونې هم واوري، خو که په رسنیو کې تفریحي برخه وتړل شي، نو خپل اورېدونکي به له لاسه ورکړي.))

دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې سیمه ییزې راډیوګانې په اعلاناتو فعالیت کوي، کله چې یوه راډیو تفریحي برخه ونه لري نو پانګوال اعلانات نه ورکوي.

سرچینې په راډیو او ټلوېزیون کې د ښځو د غږ نه خپرېدو په اړه وویل، دغه ډول تصمیم د ټولنې د نیمايي برخې (ښځو) د کم ګڼلو په مانا دي.

په ورته وخت کې کندهار کې د بلې سیمه ییزې راډیو مسوول نقیب الله صدیقي هم د دغه تصمیم په اړه اعتراض درلود او ویې ویل، په ټولو اسلامي هېوادونو کې چې شرعي نظام لري په رسنیو کې ښځینه کارکوونکې پروګرامونه مخته وړي او د ښځو لپاره هېڅ ډول ممانعت نشته، نو افغانستان کې ولې منعه دي؟

په کندهار کې اووه اونیزې غیر فعالې شوې دي.

د کندهار پرېس کلب مسوول جاوید تنویز وايي، په دغه ولایت کې اووه اونیزې غیر فعالې شوې دي.

هغه زیاته کړه: ((رسنۍ د ځینو تمویلي ادارو په ملاتړ او اعلاناتو له لارې خپل لګښتونه ترلاسه کول، چې د سیاسي نظام تر بدلون وروسته دا ټول بند شوي دي.))

نوموړي هیله مندي څرګنده کړه چې د رسنیو مالي ستونزې ژر حل او بېرته فعالیت پیل کړي.

د یادونې ده چې افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د روان کال د زمري په ۲۳ مه، د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د کابل تر سقوط یوه ورځ مخکې رسنیو ته ویلي و، د طالبانو له خوا د ولسوالیو تر سقوط او ولایتونو کې د جګړې تر سختېدو وروسته د څه باندې ۵۰ راډیوګانو او ټلویزیونونو خپرونې بندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې بیان ازادي د مخکني حکومت له لومړیتوبونو وه، د دولتي رسنیو ترڅنګ سلګونه شخصي راډیوګانو، ټلوېزیونونو او چاپي رسنیو فعالیت پیل کړی و.

د یادونې ده چې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبېح الله مجاهد او د اسلامي امارت نورور مشرانو به بېلا بېلو ناستو کې د بیان ازادۍ په ساتنه او خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځینه خبریالانو له کار سره ستونزه نه لري.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.