ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په مخکني تعلیمي نصاب کې اسلامي او ملي اررزښتونه له پامه غورځول شوي”

“په مخکني تعلیمي نصاب کې اسلامي او ملي اررزښتونه له پامه غورځول شوي”

author avatar
6 Sep 2021 - 17:34
“په مخکني تعلیمي نصاب کې اسلامي او ملي اررزښتونه له پامه غورځول شوي”
author avatar
6 Sep 2021 - 17:34

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): د سوېلي زون لپاره د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د مرکزي حلقې غړی وايي، په مخکني تعلیمي نصاب کې اسلامي او ملي ارزښتونو ته پام نه دی شوی چې په همدې بنسټ دوی په نوي شرعي تعلیمي نصاب کار کوي.

سید سمیع الله قریشي دغه څرګندونې د هېواد د ګرمسېر سیمو اړوند په کندهار کې د تعلیمي کال د پیل په درشل کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

نن د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د نوي تعلیمي کال په تړاو غونډه جوړه شوې وه چې د طالبانو د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون غړو، د پوهنتونو او ښوونځیو مسوولینو په کې ګډون کړی وو.

اړوندو چارواکو او مسوولینو دې غونډې ته د نوي تعلیمي کال د پيل په اړه ویناوې وکړې.

په دې لړ کې د سوېلي زون لپاره د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د مرکزي حلقې غړي سید سمیع الله قریشي پژواک ته وویل، ا.ا تر دې مهاله د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د چارو د تنظیم لپاره ګډ کمېسیون درلود، خو اوس پر دې کار کېږي چې هره برخه بېل کمېسیون ولري.

هغه زیاته کړه، نن د هېواد د ګرمسېر سیمو په لړ کې په کندهار کې هم تعلیمي کال پیل شو، خو د اوس لپاره به یوازې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي پرانیستي وي.

دی وايي، د تعلیم او تربیې او د لوړو زده کړو اړوند د زده کړو د ځنډ لامل په نصاب کې ستونزې او مختلط تعلیم دی.

هغه وویل: «اسلامي امارت له لومړي تر شپږم ټولګي پورې خپل شرعي نصاب لري چې د اړوند کمېسیون غړو علماوو کار ورباندې کړی دی، دغه نصاب تقریباً چاپ شوی هم دی چې په ټول افغانستان کې به ووېشل شي، له شپږم تر دوولسم ټولګي پورې د نصاب پر جوړولو کار روان دی چې تر نهايي کېدو وروسته به د هغوی زده کړې هم پیل شي.»

خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل چې په دې نصاب کې کوم مضامین لرې شوي او کوم مضامین ور زیات شوي دي.

قریشي زیاته کړه: «مخکنی نصاب د امریکایانو له اشغال سره سم د امریکا د نبراسکا پوهنتون له خوا جوړ شوی و چې اسلامي او ملي ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو، دغه نصاب داسې جوړ شوی و چې په تدریس سره یې نوی نسل د غرب لاسپوڅی کېده.»

دی وايي، طالبان د تعلیم او تربیې په برخه کې مسلکي کسان لري، دوی پر دې کار کوي چې تعلیمي نصاب شرعي کړي ځکه د تعلیم او زده کړې لپاره د امارت منهج شریعت دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې له شپږم تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي تر هغه وروسته زده کړې پیل کړي چې پر نصاب یې کار وشي او د مختلط تعلیم د مخنیوي لپاره یې را ټولې شوې طرحې عملي شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ښوونځیو او مدرسو دواړو لپاره د اسلامي امارت له خوا د نصاب پر جوړولو کار روان دی او په ورته توګه به د هېواد په کچه ټول مدارس هم واحد نصاب ولري.

د پوهنتونونو د پیل په اړه نوموړي وویل چې د ځنډ لامل یې مختلط تعلیم و چې تر ډېره په کې شرعي اصول په پام کې نه وو نیول شوي، خو دوی د مختلط تعلیم د مخنیوي په برخه کې طرحې راټولې کړي او پر پلي کولو یې کار کوي.

ده خبر ورکړ چې د خصوصي پوهنتونو په برخه کې پر دې طرحه کار شوی دی او نن یې خپل تحصیلي بهیر پیل کړ چې ژر به د دولتي پوهنتونونو د تحصیل بهیر هم پیل شي.

قریشي د ښځو د زده کړې په اړه وویل چې اسلامي امارت د ښځو د زده کړې خلاف نه دی، خو دا زده کړې باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي.

د ښوونې او روزنې د برخې کارپوهان وايي چې د تعلیمي نصاب بدلون به د طالبانو لپاره له ننګونو ډکه چاره وي، په داسې حال کې چې پر دې نصاب د هېواد د بېلابېلو برخو پوهانو کار کړی.

یوه بله ستونزه د کتابونو د چاپ د لګښت او کتابونو د کمښت وه چې حکومت د نړیوالو له مرستو سربېره و نه توانېد د هېواد تر ټولو ښوونځي کافي درسي کتابونه ورسوي.

په تېر کې په کندهار کې د پوهنې د بهیر پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزه د بهیر پر وړاندې تر ټولو لویه او جدي ستونزه دا وه چې د کندهار نفوس ۳ میلیونه تنه وو خو امکانات د ۱۳۰۰ زره نفوس ورکول کېدل.

هغه مهال د پوهنې ریاست چارواکو ویل چې د پوهنې په برخه کې ۴ عمده ستونزې لري چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې د هواري لپاره کار نه دی شوی.

په دې لړ کې د پوهنې د ریاست په چوکاټ کې ۱۱ زره ښوونکو ته اړتیا ده خو اوس مهال یې تشکیل ۶ زره تنه دی، د پوهنې ریاست ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري خو یوازې ۵۰۰ زره کتابونه ورکړل شوي، د دې تر څنګ د ودانیو کمښت او د مسلکي ښوونکو نشتوالي دوه نورې جدي ستونزې دي چې دوی له کلونو راهیسې ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه مهال د اقرا پروګرام له لارې د ۱۲۹ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدل تر کار لاندې وو چې ۶۰ یې ګټې ته چمتو شوي وو.

په کندهار کې سږنی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شوی چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ لا له وړاندې په دې ولایت کې ۱۳۷ ښوونځي تړلي دي او یوازې ۳۴۷ پرانیستي دي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.