ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د امرالله صالح ورور وژل شوی

پنجشېر کې د امرالله صالح ورور وژل شوی

author avatar
11 Sep 2021 - 14:38
پنجشېر کې د امرالله صالح ورور وژل شوی
author avatar
11 Sep 2021 - 14:38

چاریکار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وایي چې مخکني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح ورور روح الله عزیزي صالح په پنجشېر کې وژل شوی دی.

په پنجشېر کې د «مقاومت جبهې» یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل: ((روح الله عزیزي د پنجشنبې په ورځ هغه مهال چې د پنجشېر مرکز بازارک  نه کابل ته روان و، یاد ولایت ته د ننوتلو دروازه کې د تنګي په لاره د طالبانو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.»

د سرچینې په خبره، د روح الله مړی لا هم له طالبانو سره دی.

د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي هم وویل چې روح الله عزیزي د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

پژواک له ډېرو هڅو سره ونه توانېد چې په دې اړه د طالبانو نظر ولري.

د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته ځیني حکومتي چارواکي لکه امرالله صالح پنجشېر ته لاړل او په یاد ولایت کې یې د «مقاومت جبهه» جوړه کړه.

خو طالبانو پنجشېر د وږي په پنځلسمه تر خپل کنټرول لاندې راوست او اوسمهال پر ټول هېواد واکمن دي.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.