ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ چارواکو ته د چارتراشو د قاچاق د مخنیوي سپارښتنه وشوه

د کونړ چارواکو ته د چارتراشو د قاچاق د مخنیوي سپارښتنه وشوه

author avatar
18 Sep 2021 - 16:39
د کونړ چارواکو ته د چارتراشو د قاچاق د مخنیوي سپارښتنه وشوه
author avatar
18 Sep 2021 - 16:39

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰) د کرنې وزارت وايي چې په کونړ کې یې د لرګیو د قاچاق یو څه بېلګې موندلي، خو په دغه ولایت کې یې سیمه ییزو چارواکو ته د ځنګلونو د پرېکېدو او چارتراشو د قاچاق د مخنیوي سپارښتنه کړې ده.

له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د کونړ د چارتراشو د قاچاق ویډیوګانې او انځورونه خپریږي چې په دغو شبکو کې یې د یوشمېر کسانو غبرګونه راپارولي او له طالبانو یې غوښتنه کړې وه چې د دغه قاچاق مخه دې ونیسي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم د یادو راپورنو د څېړلو په موخه کونړ ولایت ته تللی دی.

سرچینې لیکلي په دغه سفر کې پلاوي د موضوع له ارزونې وروسته معلومه کړه، چې د ځنګلونو پرېکېدل په مطلق ډول بند دي او د پرتو لرګيو د قاچاق يو څه بېلګې وموندل شوې، چې د مخنيوي په موخه يې د د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، د کونړ الف رياست او قوماندانۍ د استازو په ګډون پلاوي وګومارل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي:«ياد پلاوي ته د کار څلور محورونه وټاکل شول چې په کې د سون لرګيو د وړلو کچه او ډول معلومول او ولس ته اعلانول، د قاچاقچيانو کشف، د نومونو د نوملړ چمتو کول او اړوندو ادارو ته ور پېژندل، د قاچاقچيانو د همکارانو، وسايلو او وسايطو کشف او ضبط، د پرتو لرګيو دقيقه احصائيه او په راتلونکې کې د نویو ونو د وهلو او د زړو لرګیو د قاچاق مخنيوی شامل دي.))

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د کونړ ولايت له مقام څخه د ځنګل د هر ډول پرېکېدو او د لرګيو د قاچاق د مخنيوي ډاډ ترلاسه او په دغې برخه کې یې د جدي هلو ځلو سپارښتنه وکړه.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.