ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا یعقوب: هېڅوک د عمومي بخښنې خلاف د غچ اخیستو حق نه لري

ملا یعقوب: هېڅوک د عمومي بخښنې خلاف د غچ اخیستو حق نه لري

author avatar
24 Sep 2021 - 09:59
ملا یعقوب: هېڅوک د عمومي بخښنې خلاف د غچ اخیستو حق نه لري
author avatar
24 Sep 2021 - 09:59

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۰): د دفاع وزارت سرپرست وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ګواکې ځواکونو یې په هېواد کې له عمومي عفوې سره سره ځینې کسان له طالبانو سره د دښمنۍ او مخالفت له امله وژلي دي.

ملا محمد یعقوب دغه څرګندونې تېره شپه په یوه غږیز پیغام کې – چې د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي په خپلې ټویټرپاڼې خپور کړی – کړې دي.

ده ويلي: “په دې وروستیو کې دوه یا څو پېښې وشوې، په ځینو برخو کې په خپلسر کسان وژل شوي دي. دوه یا درې تنه وژل شوي. اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړې ده او هیڅ مجاهد حق نه‌ لري چې د عفوې ژمنه ماته کړي او یا د هغې خلاف غچ واخلي.”

ملا یعقوب زیاته کړې، د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند د بښنې فرمان عمومي دی او د هغه په وینا: “هیڅوک حق نه لري چې دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او د دې فرمان خلاف شخصي انتقام واخلي.”

دی زیاتوي، که طالبان له چا سره شخصي دعوا لري، نو محکمې ته دې مراجع وکړي او له هغې لارې دې‌ خپل مشکل حل کړي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې له زغمه دې کار واخلي او که له دې وروسته څوک داسې خپلسرې کړنې وکړي، د خپل عمل سزا به وویني.

ملا یعقوب زیاته کړې، د طالبانو یو شمېر قوماندانانو په ځینو مواردو کې فاسد، بد او کمزوري خلک د خپلو ګټو او د ليکو د بدنامولو لپاره له ځانونو سره یوځای کړي دي.

هغه په یاد غږیز پیغام کې خپلو ملګرو ته لارښوونه کړې چې په خپلو ليکو کې د پخوانیو اربکیانو او جنایتکارانو له یوځای کولو څخه ډډه وکړي.

دغه راز نوموړي خبرداری ورکړی چې که له دې پیغام وروسته په پلټنو کې ثابته شي چې داسی کسان د طالبانو د قوماندانانو په ډلو کې لا هم شته، د طالبانو دا قوماندانان به له بې وسلې کولو څخه نیولې بیا د طالبانو له لیکو څخه د وتلو له عواقبو سره هم مخامخ شي.

سرپرست دفاع وزير همدارنګه په دې پیغام کې د یو شمېر طالبانو په بېځایه ګرځېدو او راګرځېدو هم انتقاد کړی او زیاته کړې یې ده چې په کار ده دا ځواکونه د خپلو مسوولیتونو په ساحو کې پاتې شي.

ده ویلي، دا ډول کړنې د نظام حیثیت ته زيان رسوي او خلک پرې انتقاد کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان څه باندې یوه میاشت وړاندې کابل ته ننوتل او سم له واره یې هېواد کې ټولو دولتي ځواکونو او کارکوونکو ته د بښنې اعلان وکړ، خو په وروستیو کې ځينې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواګې د طالبانو ځواکونو ځینې کسان وژلي دي.

Views: 349

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.