ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل -شمال پر لویه لار له موټرو د پیسو اخیستو کچه صفر شوې

د کابل -شمال پر لویه لار له موټرو د پیسو اخیستو کچه صفر شوې

author avatar
27 Sep 2021 - 14:26
د کابل -شمال پر لویه لار له موټرو د پیسو اخیستو کچه صفر شوې
author avatar
27 Sep 2021 - 14:26

پلخمري (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): د بغلان حکومتي مسوولین وايي چې ددغه ولایت په مربوطاتو کې د کابل-شمال پر لویه لار له بار وړونکو موټرو څخه د پیسو اخیستلو کچه صفر شوې ده.

د بغلان والي ملا نثار احمد نصرت د تلې په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخکني حکومت پرمهال د دغه ولايت په جرخشک او ډنډغوري سيمو کې له باروڼکو موټرو څخه پیسې اخیستل کېدې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هغه مهال په يادو سيمو کې د اسلامي امارت کسانو له موټر چلوونکو په ورځ کې شپږ ميليونه افغانۍ ترلاسه کولې چې بيا يې مسوولينو ته سپارلې.

خو هغه زياتوي: ((له کله نه چې سوداګریز بندرونه د امارت لاس ته ورغلي په ولایتونو کې د ګمرک په نوم پیسې اخیستل بند شوي دي.))

په دې اړه د کابل-مزار لويې لارې يو تن موټر چلوونکي عبدالستار پژواک ته وويل چې پخوا به د يادې لارې په اوږدو کې د پوليسو او طالبانو له لوري له موټر چلوونکو څخه پیسې اخيستل کېدې.

خو دى وايي چې د نوي حکومت له راتګ سره د لارې امنيت ډاډمن شوى او له موټر چلوونکو پیسې هم نه اخيستل کيږي.

د يادونې ده چې د مخکني حکومت پرمهال د بغلان ولايت ترڅنګ په نورو ډېرو ولايتونو کې هم له موټر چلوونکو څخه پیسې اخيستل کېدې چې د راپورونو بېلګې يې په پژواک کې خپرې شوې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.