ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوبغاړي: د کرکټ لوبې لپاره لا هم اسانتياوې نه لرو

لوبغاړي: د کرکټ لوبې لپاره لا هم اسانتياوې نه لرو

author avatar
28 Sep 2021 - 16:40
لوبغاړي: د کرکټ لوبې لپاره لا هم اسانتياوې نه لرو
author avatar
28 Sep 2021 - 16:40

ګردېز (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): پکتيا کې د کرکټ لوبغاړي او روزونکي شکايت کوي چې د ګڼو ژمنو او ډېرو کلونو پر تېرېدو سربېره لا هم په دغه ولايت کې د کرکټ لپاره ځينې لومړنۍ اسانتياوې هم نه دي ورته برابرې شوې.

دوی دا خبرې په ګردېز کې د هېواد خپلواکۍ ورځې په مناسبت د ۱۲ لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالۍ د پای ته رسېدو په ترڅ کې له پژواک سره وکړې.

د دې سياليو يو تنظيموونکی محمدحنيف فضلي وايي چې يادې سيالۍ يې د کرکټ بورډ زون له مرکزي دفتر سره په همغږۍ پيل کړې وې او نن پای ته ورسېدې.

افضلي وويل چې له دې لوبو يې موخه لوبغاړو ته د غوره تمرين کولو زمينه برابرول او د تکړه لوبغاړو په نښه کول دي.

نوموړي زياته کړه: ((سادات او باور ټيمونه فاينل ته وتلي وو چې د يوې خوندورې لوبې نه وروسته فاينل سادات ټېم وګاټه. زموږ هدف په کرکټ کې د نوو ځوانانو روزل او د ټاپ پلييرانو په نښه کول دي چې راتلونکو ولايتي او نورو ټورنمنټونو کې يې ولوبوو.))

بل لور ته د کرکټ لوبغاړي شکايت کوي چې لوبې نه ورته جوړيږي او په خبره يې، په دې سياليو ډېره موده وروسته ورته د تمرين او نسبتآ رسمي لوبو کولو زمينه برابره شوې وه.

د دوی له ډلې فضل محمد احمدزی نيوکه کوي چې د شاوخوا شل کلونو په تېرېدو د کرکټ بورډ اداره ونه توانېده چې ګردېز کې د لوبو يو معياري لوبغالی جوړ کړي.

احمدزي وویل: ((تاسو ګورئ چې هلکان په شګو او خاورو کې لوبې کوي. له هرې لوبې وروسته مو پلييران زخمي وي. دا واقعا ډېره د شرم خبره ده چې دومره ډېرو بوديجو او وخت کې يوازې يو معياري ګراونډ هم جوړ نه شو.))

يو بل لوبغاړی شکيل پکتين هم د کرکټ د ودې لپاره د نه فعاليت خبره کوي او وايي چې په دغه ولايت کې د سرپټې اکاډمۍ د نشتوالي له امله ډېر وخت له لوبو او تمريناتو پاتې کيږي.

پکتين وايي: ((دا دی پکتيا کې بيا هوا په سړېدو ده، ټول ژمي کې دلته موږ تمرين نه شو کولای؛ ځکه ځای نشته. ولسمشر غني د پکتيا لپاره د سرپټې اکاډمۍ جوړولو امر کړی و او بوديجه يې هم ورکړې وه، خو مرکزي کرکټ بورډ له وعدې پرته هېڅ هم ونه کړل.))

د پکتيا د کرکټ بورډ نوی ولايتي مشر نيازالله احمدزی هم د لوبغاړو ستونزې مني او وايي، چې څو کاله وړاندې يې د خپلې دندې پر مهال د معياري لوبغالي او اکاډمۍ جوړولو ډېرې هڅې وکړې، خو په خبره يې د وخت د مسوولينو لخوا يې په چارو کې د پراخ مالي فساد له امله چارې تر اوسه نيمګړې پاتې ډي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((پکتيا کې د هېواد او حتی د نړۍ په کچه تکړه لوبغاړي لرو. دلته دومره تکړه کرکټران دي، چې حيران پاتې کېږئ، خو تر اوسه شوې توجه تقريبا صفر ده. د کرکټ بورډ د نوې رهبرۍ په شتون کې پر دې ډاډه يو، چې هر څه په وس کې وي، د لوبغاړو لپاره به يې تر سره کړو.))

پکتيا د کرکټ يوازې يو لوبغالی لري، چې په کې د شوي فساد او د بورډ د اوسني عمومي مشر په خبره د نامعياري کار له امله يې اوس چارې بېرته له سره تر سره کيږي.

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.