ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: الله ګل مجاهد طالبانو نیولی و، خو بېرته یې خوشی کړی

سرچینې: الله ګل مجاهد طالبانو نیولی و، خو بېرته یې خوشی کړی

author avatar
30 Sep 2021 - 14:17
سرچینې: الله ګل مجاهد طالبانو نیولی و، خو بېرته یې خوشی کړی
author avatar
30 Sep 2021 - 14:17

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): سرچینې وايي چې طالبانو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد نیولی، خو هغه ته نږدې سرچینې بيا وايي چې د لنډې وخت لپاره نيول شوى و، خو بېرته یې خوشی کړی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی الله ګل مجاهد د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د طالبانو د ځواکونو له خوا تېره شپه محاصره شوی و.

دی وايي چې د هغه د محاصرې پر مهال ډزې هم اورېدل شوې دي.

سرچینې د مجاهد د نیولو د لامل په اړه څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې د مجاهد د نیولو کېدو یو انځور په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

په دغه انځور کې ښکاري چې هغه د طالبانو د کسانو له خوا نیول شوی او لاس تړلی یې په رينجر کې کېنولی دی.

د الله ګل مجاهد وراره او د پخواني دولت د کابل ولایتي شورا رییس رحیم الله مجاهد پژواک ته وویل چې د طالبان د يو شمېر کسانو د “یوې غلطې ادعا” پر اساس نن سهار د الله ګل مجاهد کور ته ورغلي دي.

دی وايي چې ستونزه اوس مهال حل شوې او الله ګل مجاهد په کور کې دی.

د تاج محمد په نوم مجاهد ته یو بل نږدې کس هم وایي چې تېره شپه ناوخته ځيني کسان د مجاهد کور ته ورغلي وو، خو د هغه د ساتونکو له خوا کور ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ده زیاته کړه: “سهار بیا خلک راغلي وو او طالبان وو، یو سوء تفاهم شوی و او اوس مهال ستونزه حل شوې ده.”

دغه راز پژواک یاده موضوع د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد له سکرټر بلال کریمي سره هم شریکه کړه، هغه وویل چې په دې اړه پوښتنه کوي او وروسته به معلومات شریک کړي.

Visits: 2157

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.