غزني ښار (پژواک، ١٠ تله ١٤٠٠): په غزني کې د مخکني حکومت د لومړۍ حوزې آمر په زندان کې ساه ورکړې او د ګیلان ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مخکنی قوماندان بيا د وهلو له امله مړ شوى دى.
په غزني کې د مخکني حکومت د لومړۍ حوزې د آمر هاشم خان وراره قاسم غفوري د تلې په ١٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مخکني حکومت له سقوط وروسته تره يې له طالبانو سره زنداني شوى و.
هغه وايي: ((په کابل او غزني کې څو ځلې موږ سپين ږيري او قومي مشران طالبانو ته ور وستل چې زما تره خوشې کړي خو يواځې ژمنې یې وکړې او ويل یې چې د خلکو او طالبانو کورنيو په قاسم خان عريضې کړې دي.))
نوموړى اداعا کوي چې د محکمې له پرېکړې پرته تره يې په زندان کې د وهلو له امله وژل شوى دى.
غفوري وايي چې د تره جسد يې تېره ورځ د دوى کورنۍ ته سپارل شوى چې پر بدن يې د شکنجې ټپونه هم ليدل کيږي.
خو د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي حبيب الله مجاهد وايي چې هاشم خان په زندان کې د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.
هغه وايي: ((دوه ځلې پرې حمله راغله طالبانو يې درملنه هم وکړه، خو اخر مړ شو او دا چې د وهلو لاندې مړ شو دا خبره سمه نه ده.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني د ګیلان ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مخکنی قوماندان او مرستيال يې هم وژل شوي دي.
د ګېلان يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مخکنی قوماندان وزير او مرستيال يې په بلخ ولايت کې د طالبانو له لوري نيول شوي وو.
هغه وايي: ((په اولو ورځو کې يې طالبانو ډېره پوښتنه کوله خو بيا بلخ ولايت کې يې ګېر کړل، دواړه يې دومره وهلي وو چې د وهلو لاندې مړه شوي وو، بيا بېرته يې ګېلان ته راوړل او دلته یې پر سړک اچولي وو.))
خو د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي حبيب الله مجاهد وايي چې قوماندان وزير او مرستيال يې د طالبانو له لوري نه، بلکې د خلکو له لوري وژل شوي دي.
هغه وايي: ((کله چې وزير او معاون يې په بلخ کې د طالبانو له لوري ونيول شول بېرته ګېلان ته راوستل شول، هلته ډېر خلک را ټول شوي وو چې طالبانو يې هم مخه و نه شوای نيولى، نو د خلکو د وهلو لاندې مړه شوي دي.))
د یادونې ده چې طالبانو د حکومت له نيولو سره د مخکني حکومت ټولو کارکوونکو ته د عمومي عفوې اعلان کړى دى.
Visits: 3865
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن