ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د زيتونو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی

د ننګرهار د زيتونو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی

author avatar
2 Oct 2021 - 16:50
د ننګرهار د زيتونو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی
author avatar
2 Oct 2021 - 16:50

جلال اباد (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، اټکل يې کړی چې سږکال به د دغه ولايت د زيتونو له باغونو ۸۶۵ ټنه د زيتونو دانې راټولې کړي چې دا د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

چارواکي وايي، د زيتونو له دانو څخه به يې يوازې له ۱۰ ټنه څخه اچار جوړېږي او پاتې نورو څخه به د زيتونو تېل و ايستل شي.

د ننګرهار زيتون د سيمې په کچه د کيفيت له اړخه نوم لرونکي دي چې هر کال ترې د پام وړ عوايد تر لاسه کېږي.

د ننګرهار کانال رياست وياند همايون غريبمل پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال د زيتونو باغونو ته ځانګړې پاملرنه شوې چې سږکال به له باغونو څخه شاوخوا ۸۶۵ ټنه د زيتونو دانې راټولې شي.

د هغه په وينا، د دغو زيتونو له ۱۰ ټنه څخه يې اچار جوړېږي او پاتې ۸۵۵ ټنه څخه به د زيتون تېل توليد شي.

د ننګرهار کانال اداره وايي، تېرو درېيو لسيزو کې د کورنيو جګړو له امله دغې ادارې اړوند ۱۳۸۰ هکټاره ځمکه باندې د زيتونو باغونه له منځه تللي؛ خو لا هم د کانال اړوند ۱۷۰۰ هکتاره ځمکه باندې زيتون ولاړ دي.

دغه باغونه څو لسيزې وړاندې پر ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې جوړ شوي و چې اوس يې نږدې نيمايي له منځه تللي دي.

د زيتونو د فارمونو کارګران وايي، سږکال په دغو باغونو ډېره خواري شوې او پاملرنه ورته زیاته شوې چې د حاصلاتو د پراختيا سبب يې ګرځېدلی دی.

د کانال د څلورم فارم يو کارکوونکي عبدالله وويل، د کارګرانو خواري، د رياست د امکاناتو زياتوالی د دې لامل شو چې سږکال به حاصلات لوړ راټول شي.

خو له دې هڅو سره سره بيا هم باغونه خوندي نه دي او د ناسم پوهاوي په وجه ځينې مال څروونکي او ماشومان د زيتونو د ونو ښاخونه د خاشاکو او د مالونو د خوړلو په خاطر راماتوي.

په ننګرهار کې د زيتونو د توليد فابريکه چې د همدغو باغونو له جوړېدو سره يو ځای جوړ شوې د پخوا په پرتله يې د کارکوونکو شمېر هم ۱۴۵۰ تنه کم شوی دی.

د معلوماتو له مخې، پخوا په دې کارځای کې ۱۵۰۰ کسان پر کار بوخت و، خو اوس دا کچه تر پنځوس کسانو راټيټه شوې ده.

د زيتونو د توليد فابريکه هم کورنيو جګړو له منځه وړې وه؛ خو په تېرو لسو کلونو کې تر ډېره بريده بېرته جوړه شوې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.